لویه څارنوالۍ: د فساد او سترو جرمونو په اړه ۵۵ قضيې رارسېدلي

 

 

 

د آزادی راډیو

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د فساد او سترو جرمونو په وړاندې عدلي او قضايي مرکز به د پخوانیو او اوسنیو لوړ پوړو دولتي چارواکو د اداري فساد دوسیې په جدیت سره وڅېړي.

 

د لوی څارنوالي ویاند جمشید رسولي د دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، یاد مرکز ته دې دمه له بېلابېلو ارګانونو، کمېسیونونو او ادارو څخه شاوخوا ۵۵ قضیې ور رسېدلي دي.

 

ښاغلی رسولي وايي:

 

“د مرکز له فعالیت تر دا مهاله له بېلابېلو مراجع ورته شاوخوا ۵۵ دوسیې ورسېدلي چې د درې قضیو په اړه څېړنې بشپړې شوي او محکمې ته سپارل شوي، د ټولو قضیو په تړاو ۳۱ تورن دا مهال بندیان دي او پاتې تورن په ضمانت خوشې شوي دي.”

 

ښاغلي رسولي زیاتوي چې د دغو یو شمېر نورو قضیو په تړاو دا مهال په مخابراتو، سوداګرۍ او عامې روغتیا وزارتونو او همدارنګه د الکترونیکي تذکرو په اداره کې پلټنې روانې دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان شفافیت د څار بنسټ اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي ویلي چې په دې وروستیو کې فساد سره د مبارزې برخه کې جوړې شوې ادارې د حکومت تر نفوذ لاندې دي او هېڅ ډول استقلالیت نه‎‎لري.

 

خو لویه څارنوالي وايي چې د فساد او سترو جرمونو په وړاندې عدلي او قضايي مرکز به د ورکړل شوي صلاحیتونو په چوکاټ کې دننه په ډېر دقت، سرعت او له کوم فشار پرته د فساد او سترو جرمومو دوسیو ته رسیده‎ګي وکړي او خپل استقلالیت به وساتي.

 

په ورته وخت کې د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان د عدلي او قضايي مرکز په بې‎طرفي او د قضیو په پلټنو کې په دقت ټینګار کوي.

 

د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل، تراوسه د فساد او سترو جرمونو پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز کارونه نوي دي باید د انتقادونو پرځای د هغوی ملاتړ وشي.

 

“که دوی په عمل کې خپل استقلال وساته او مداخلې ونه‎مني، دوی به سرلوړې وي او تر انتقادونه لاندې به نه راځي، دا چې یاده اداره نوې ده او په عمل کې یې کم کار کړی، باید کړنو ته یې خلک صبر او حوصله وکړي، وروسته وبه لیدل شي چې یاد مرکز خپل استقلال ساتلای شي او کنه.”

 

د فساد او د سترو جرمونو په وړاندې عدلي او قضايي مرکز د تېرې شنبې په ورځ دوه تورن کسان په علني توګه محکمه کړل چې یو په کې پخوانی نظامي څارنوال و.

 

ښاغلی رنجبر یاد مرکز ته سپارښتنه کوي چې د چا مقام او دولتي موقف ونه ګوري او د ټولو هغه پخوانیو او اوسنیو دولتي چارواکو دوسیې وڅېړي چې په فساد کې ښکېل دي.

 

راپور: رحمت الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.