ولسي جرګې د لوړو زده کړو له وزیرې د اعتماد رایه واخیسته

 

 

 

 

تاند- ولسي جرګې نن د افغانستان د حکومت د کابینې دوه نور وزیران سلب صلاحیت کړل.

 

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د لوړو زده کړو، ښارجوړونې او عدلیې وزیرانو ته د اعتماد رایې د ورکولو یا نه ورکولو لپاره رایبکسونه کېښودل شول چې په نتیجه کې یې د عدلیې او ښار جوړونې وزیران تایید خو د پوهنې وزیره رد شوه.

 

د ښارجوړونې وزیر سید سادات منصور نادري د ۵۹ رد رایو په وړاندې ۱۳۵ د تایید رایې ترلاسه کړې.

 

د عدلیې وزیر عبدالبصیر نور تایید شو.

 

د لوړو زده کړو وزیرې فریده مومند ۱۳۱ رد او د تایید ۶۳ رایې ترلاسه کړې چې په نتیجه کې یې سلب صلاحیت شوه.

 

تراوسه پوري ولسي جرګې د ۹ وزیرانو په اړه پرېکړه کړې چې د هغو په منځ کې ۳ تایید شوي او ۶ رد شوي دي.

 

پرون ولسي جرګې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي تایید کړ خو د ترانسپورت او پوهنې وزیران په چارو کې د کمزورتیا او د انکشافي بودجې د نه مصرفولو په خاطر سلب اعتماد کړل.

 

د ترانسپورت او وهوايي چلن وزیر محمد الله بتاش ۵۱ تایید او ۱۴۲ رد رایې ترلاسه کړې. د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي ته ۱۳۱ وکیلانو د رد او ۶۵ نورو د تایید رایې ورکړې.

 

د شنبې په ورځ ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل، او د فواید عامې وزیره محمود بلیغ د ۷۰ سلنې بودجې د نه مصرفولو په خاطر سلب اعتماد شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.