ګلبدین حکمتیار او ډاکټر غني په خپلو کې پوهاوي ته رسېدلي دي

  

 

 

تاند – حزب اسلامي له جمهور رییس محمد اشرف غني سره پوهاوي ته رسېدلی او د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار به ژر کابل ته سفر وکړي چې له حکومت سره د موافقې سند لاسلیک کړي.‌

 

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د ښاغلي حکمتیار د زوی حبیب الرحمان حکمتیار له قوله لیکلي چې،‌ حکمتیار د سولې د موافقې د طرحې له کتلو څخه وروسته له مسودې سره موافقه ښودلې او په پام کې ده چې ژر کابل ته سفر وکړي او له حکومت سره د سولې د موافقې سند لاسلیک کړي.‌

 

حبیب حکمتیار بخدي خبري اژانس ته ویلي چې، حزب اسلامي نامشروع غوښتنې نه مني، دغه ګوند له خپلو یو شمېر غوښتنو څخه په شا شوی خو په تمه دی چې حکومت هم د موافقې په سند کې یو شمېر اصلاحات راولي.‌ نوموړي ویلي چې یو شمېر کړۍ داسې تبلیغات کوي چې ګنې حزب غواړي چې په حکومت کې له نورو سره برابر موقفونه او چوکۍ ترلاسه کړي چې دا خبره سمه نه ده.‌

 

د پخوانۍ شمال ټلوالې غړو د دغه جریان په هکله اندېښنه ښودلې او یو شمېر فعالانو یې تېره ورځ ادعا کړې وه چې جمهور رییس غني د سه شنبې په شپه لوګر ته تللی او هلته یې له ګلبدین حکمتیار سره یو په یو د بندو دروازو شا ته کتلي دي.‌

 

د شمال ټلوالې پلویانو او خواخوږو د غني او حکمتیار تر منځ لیدنه د ډاکټر نجیب الله د وخت د کورنیو چارو د وزیر جنرال محمد رفیع او ګلبدین حکمتیار تر منځ د ۱۳۷۰ کال د لوګر له لیدنې سره تشبیه کړې ده.‌

 

حزب او جمعیت او په تېره بیا د قوماندان احمدشاه مسعود په مشرۍ نظار شورا په ۱۹۸۰مو کلونو کې په افغانستان کې یو د بل په مقابل کې سخت جنګونه کړي ول،‌ چې دغه سلسله په ۱۹۹۰مو کلونو کې کابل ته د یادو ګوندونو په داخلېدلو سره لا سخته شوه او په نتیجه کې یې د کابل ښار ډېرې برخې په کنډوالو بدلې او په لسګونو زره افغانان ووژل شول.‌

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.