غني: دا مهال افغانستان کې ۹ تروریستي سازمانونه فعالیت کوي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، نهه هغه تروریستي سازمانونه او بنسټونه چې د ملګرو ملتونو له خوا تروریست ګڼل شوي غواړي چې د افغانستان له خاورې د دې هېواد او نړۍ د بربادۍ لپاره کار وکړي.
ښاغلي غني دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستو د اووه نویمې کلېزې په مناسبت جوړ شوو مراستو ته وکړې.
نوموړي همدارنګه په خپلو تندو څرګندونو کې د داعش ډلې په ځپلو هم ټينګار وکړ.
ښاغلي غني زیاته کړه:
“نن وګورئ نهه تروریستي سازمانونه، بنسټونه غواړي زموږ له خاورې نه د نورو د بربادۍ، زموږ د بربادۍ او د نړۍ د بربادۍ لپاره کار وکړي، کومه پوله راسره شریکه لرئ د نیکه حق راسره لرئ، وژنم دې، باسم دې، داعشه یوازې ننګرهار نه و بلکې ټول افغانستان کې دې سر ماتوم، دا د زمریو وطن دی، ککرۍ به دې مات کړي.”
په افغانستان کې د دغو تروریستي ډلو د فعالیت خبره پهداسې حال کې کیږي چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند جنرال چارلز کلیفلنډ هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې د یو شمېر تروریستي ډلو د فعالیت خبره کړې ده.
ښاغلي کلیفلنډ ویلي چې داعش د شپږو هغو وسلهوالو مخالفو ډلو څخه ده چې په افغانستان کې حضور لري.
له بلې خوا د افغانستان لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم د افغانستان د خپلواکۍ په اړه جوړ شوو مراسمو ته په وینا کې وویل چې د بهرنیو د شومو دسیسو مخه به ونیول شي.
ښاغلي شهیم زیاته کړه:
“له بهره یو شمېر پټ او ښکاره لاسونه له خلکو څخه د ارامۍ او هوساینې د اخېستلو لپاره هڅې کړي او لا هم له توطئو لاس نهاخلي، خو زموږ خلک له دغو شومو دسیسو څخه خبر دي او د دغو کسانو مخه یې نیولې او ډاډه یم چې په راتلونکي کې هم په ګډه سره د دوی د کارونو مخه ونیسو.”
په ورته وخت کې افغان کارپوه یونس فکور وایي، تر هغې چې د افغان حکومت مشران په خپلو کې سیاسي یووالی تامین نهکړي او نړیوال پر پاکستان چې له تروریستانو ملاتړ کوي فشار را نهوړي نو فکر نه کوي چې تش دا ډول څرګندونې به د ترورستي ډلو په لهمنځه وړلو کې ګټورې تمامې شي.
ناجیه ساپۍ
نظرات بسته شده است.