مککینلي:”فایده” ۱۷۰۰سوداګرو مېرمنو ته د پور ورکولو زمینه برابره کړې

 

 

 

د آزادی راډیو

په کابل کې د امریکا سفارت وایي، فایدې پروګرام افغان سوداګرو مېرمنو ته دا زمینه برابره کړې څو نړیوالو بازارنو ته لاره پیدا کړي.

 

په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مککینلي د سې شنبې په ورځ یو جوړ شوي نندارتون ته وویل چې د امریکا پراختیایي اداره د فایدې پروګرام له لارې نږدې اولس سوه سوداګرو مېرمنو ته د پور ورکولو زمینې برابرې کړې دي.

 

ښاغلي مککینلي زیاته کړه:

 

“فایدې پروګرام په تېرو پنځو کلونو کې اولس سوه افغان سوداګرو مېرمنو ته د درې میلیونو ډالرو پور ورکولو زمینې برابرې کړې دي، نږدې درې زره ښځې مالي منابعو ته لاسرسي ورکشاپونه څارلي او له دې پرته له پنځو سوو څخه ډېرې مېرمني په مالي برخو کې د کار موندنې لپاره زده کړې کړي دي او له دوه زرو ډېر مېرمنو ته کارې زمینې برابرې شوي دي.”

 

د فایدې پروژه چې د افغانستان په پرمختګ کې ماليي خدمتونو د لاس رسي پروژه هم بلل کیږي د متوسطو قرضونو د ورکړې لپاره ګڼ شمېر پروګرامونه لري.

 

دا پروګرام په افغانستان کې د یو ایس ای ډي له خوا ملاتړ کیږي.

 

د دې ادارې د مسوولینو په وینا چې دا پروګرام مخ په ختمېدو دی خو وایي چې د امریکا متحده ایالات افغان مېرمنو سره خپلې مرستې د پروموټ یا د افغان میرمنو د وړتیاوو د لوړولو پروګرام له لارې دوام ورکوي.

 

یو شمېر هغه میرمني چې د فایدې له دې پروګرام څخه ګټه اخیستې وایې چې اوس دوې ان نړیوالو بازارونو ته هم لاس رسۍ پیدا کړی.

 

نفس ګل بختانۍ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

 

“زه نږدې پنځه شپږ کاله کیږي چې په دې پروګرام کې کار کوم. موږ ډيرې ګټې اخیستې دي، اوس دوه درې میاشتي کیږي چې ما یو څلور زره ډالره قرضه هم اخېستې ده او د خپلې کورنۍ ملاتړ کوم حتی نورې ښځې هم اوس راسره کار کوي.”

 

په همدې حال کې د امریکا سفارت هم له دغو افغان سوداګرو میرمنو غواړي چې له نورو افغان میرمنو هم ملاتړ وکړي.

 

د امریکا سفیر مایکل مکنلي وویل تمه ده چې نړیواله ټولنه د بروکسل په راتلونکي ناسته کې له افغان میرمنو د څلورو نورو کلونو لپاره هم خپل ملاتړ اعلان کړي.

 

ټاکل شوې چې د بروکسل ناسته تر راتلونکو دوو میاشتو پوري جوړه شي.

 

راپور: ناجیه ساپۍ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.