اوباما له۲۰۱۶ وروسته په افغانستان کې ۵نیم زره پوځیان پریږدي

 

د آزادی راډیو

23.07.1394

 

جګپوړي امریکايي چارواکي وایي، د امریکا ولسمشربارک اوباما غواړي چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې پنځه نیم زره پوځیان پریږدي.

 

تمه ده چې اوباما دا اعلان د پنجشنبې په ورځ له سپینې ماڼۍ څخه وکړي. په افغانستان کې د اوس لپاره امریکا نهه زره اته سوه پوځیان لري چې د چارواکو په وینا یوه برخه به یې راتلونکی کال ووځي او په ۲۰۱۷ کال کې به پنځه زره پنځه سوه امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.

 

مخکې امریکا ویلي وو چې د ۲۰۱۶ کال ترپایه به خپل پوځیان له افغانستانه وباسي او شاوخوا زر تنه پوځیان به په کابل کې د خپل سفارت د امنیت لپاره پریږدي.

 

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو تیرکال په افغانستان کې وروسته له دیارلس کلونو خپل محارب ماموریت پای ته ورساوه او د افغانستان امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې. خو په وروستیو کې افغان ځواکونه له طالبانو سره په جګړو کې له ستونزو سره مخامخ شوې دي او طالبان د لنډې مودې په مخه و توانیدل چې د کندز ښار هم ونیسي.

 

ویل کېږي چې د طالبانو له لوري د کندوز ښار نیولو او په نورو سیمو کې د طالبانو د حملو شدت سبب شوی چې امریکا له افغانستانه د پوځیانو ایستل وځنډوي.

 

ځیني امریکایي پوځیان به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او مشورې ته دوام ورکړي خو نور به د القاعده، داعش او نورو سختدریځو ډلو پر ضد، چې په افغانستان کې پناهځایونه لري، د موندلو عملیات کوي.

 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې وویل چې داسي ښکاري چې ولسمشر اوباما له خپل هغه هدفه تېر شوی چې غوښتل یې د جمهوري ریاست د دورې تر بشپړولو مخکې به امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي.

 

د امریکا دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ دې خبرې ته اشاره کړې وه چې له ۲۰۱۶ کال وروسته به هم د دوی اضافي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

 

اشتن کارتر د چهارشنبې په ورځ په واشنګتن کې یوه پوځي کنفرانس ته وویل، پکار ده چې د ۲۰۱۶ کال او تر هغه وروسته لپاره له شرایطو سره سم امریکا خپل پلان چمتو کړي.

 

اشتن کارتر تیره اونۍ څرګنده کړه وه چې د ناټو یو شمیر دفاع وزیرانو هم ده ویلي دي چې په افغانستان کې د پوځیانو د ایستلو اوسنی پلان ممکن دی چې بدل شي خو تر اوسه ناټو اعلان نه دی کړی چې دوی به تر ۲۰۱۶ کال وروسته خپل پوځیان په افغانستان کې ساتي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.