دانشي: په شمال کې د وسله والو طالبانو ملا ماته شوې

 

د آزادی راډیو

22.07.1394

 

د کندوز چارواکي وايي د دې لپاره چې د دولت وسلوال مخالفان بيا دغه ښار ته مخه نه کړي، د ښار په شا و خوا سيمو کې يې پوستې او امنيتي کمربندونه جوړ کړي دي.

 

د کندوز والي ازادۍ راډيو ته وويل چې په دې ښار کې د جګړو له پيله څه باندې ٦٠٠ وسلوال وژل شوي او تر ٧٠٠ زيات نور ټپيان دي.

 

والي وايي، په کندوز کې يې د دولت ضد وسلوالو ملا ورماته کړې ده.

 

کندوز ښار تصفيه شوى او پوځي عمليات د چاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې روان دي.

 

د دې ولايت سرپرست والي وايي د دې لپاره چې د دولت ضد وسلوال بيا کندوز ښار ته مخه نه کړي، د کندوز په اطرافو کې پوستې او امنيتي کمربندونه جوړ شوي دي.

 

حمد الله دانشي دا خبره تېره شپه ازادۍ راډيو ته وکړه او ويې ويل د افغانستان په شمال کې د وسلوالو طالبانو ملا د وروستيو پوځي عملياتو له کبله ماته شوې ده:

 

((د کندوز ښار په اطرافو او مرکز کې پوستې او شديد امنيتي کمربندونه ايجاد شوي.

 

عمليات به د ټولو ولسواليو تر تصفيې پورې روان وي. هغه ضربه چې دولت ضد وسلوالو ته په کندوز کې ورکړل شوې، په شمال کې يې د طالبانو ملا ورماته کړې. دوى نور په نورو ولايتونو کې د حملې او بل جدي مزاحمت توان نه لري.))

 

وسلوالو طالبانو ١٦ ورځې مخکې پر کندوز ښار حمله وکړه او په خپله ولکه کې يې راوست. دغه ښار د دوو اوونيو لپاره د سختو جګړو شاهد و.

 

په دې جګړه کې د خلکو ملکيتونه زيانمن شول، په سلګونو کورنۍ نورو ولايتونو ته بېځايه شوې او عادي ژوند په کې ګډوډ شو.

 

د دې ولايت سرپرست والي حمد الله دانشي وايي په تېرو جګړو او وروستيو عملياتو کې د دولت څه باندې ٦٠٠ مخالف وسلوال وژل شوي دي:

 

((دومره پوهېږم چې د دښمن شا و خوا ٦٣٠ کسان وژل شوي او څه باندې ٧٠٠ کسان يې ټپيان شوي دي.))

 

والي ونه ويل چې د کندوز په وروستيو ناامنيو کې څو تنه ملکيان او افغان پوځيان وژل شوي دي.

 

دغه ارقام خپلواکو سرچينو نه دي تاييد کړي.

 

افغان دولت په کندوز کې د وروستيو تحولاتو د څېړلو لپاره يو هيئت ګمارلى دى. 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.