کندوز ته تازه دمي سرتېري رسېدلي

 

د آزادی راډیو

11.07.1394

 

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي؛ په کندوز ولايت کې تصفيوي عمليات پيل شوي او تازه دمه افغان ځواکونه هم دغه ښار ته دننه شوي دي.

 

دغه په سلګونو تازه دمه پوځيان به په کندوز ښار کې په دولت ضد وسله والو پسې کوڅه په کوڅه پوځي عمليات کوي.

 

د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي هم د دغو عملياتو د بررسۍ لپاره کندوز ته رسېدلى دى.

 

د کورنيو وزارت وياند صديق صديقي ازادي راډيو ته وويل چې تېره شپه هم پوځي عمليات ښه روان وو چې لاسته راوړنې هم لري.

 

صديق صديقي ازادي راډيو ته وويل چې د تېرې شپې په پوځي عملياتو کې شا و خوا ٣٠ تنه وسله وال وژل شوي او لس تنه يې ژوندي نيول شوي دي.

 

وسله والو طالبانو کندوز ښار تېره دوشنبه ونيوه؛ خو افغان دولت د پنج شنبې په ورځ وويل چې کندوز ښار يې د پوځي عملياتو په نتيجه کې بېرته نيولى دى.

 

د ازادي راډيو خبريال وايي، په کندوز کې د خلکو عادي ژوند ګډوډ شوى؛ ګڼې کورنۍ ورڅخه وتلي، د برېښنا جريان پرې دى؛ دکانونه تړلي دي او په ښار کې پاتې خلک په وېره کې دي.

 

بله خوا په کابل کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د ارتباطاتو مسوول په کندوز کې د روانو پوځي عملياتو له کبله په روغتونونو کې د روغتيايي اسانتياوو او وسايلو پر کموالي اندېښنه وښوده.

 

جين نيکولاس متري ازادي راډيو ته وويل؛ دوى د ناامنيو او جګړو له کبله زياتو روغتونونو ته اړين روغتيايي وسايل؛ صحي پرسونل او تجهيزات نه شي انتقالولاى:

 

”د روغتيايي مرستو هغه اساسي بستې چې د ټپيانو لپاره په کارېږي او په روغتونونو کې يې موجوديت ډېر اړين دى؛ څرنګه چې اوس روغتونونو ته لاسرسى نه لرو؛ اوس دا ډېره مشکله ده چې دغه وسايل روغتونونو ته ولېږدوو.“

 

له کندوز څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د ښار په ځينو برخو کې لا هم وسله وال مقاومت کوي او افغان ځواکونه يې پر وړاندې تصفيوي عمليات پرمخ بيايي.

 

په همدې حال کې د کندوز امنيه قوماندان ويلي چې په کندوز کې له روانو پوځي عملياتو سره د بهرنيو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ملګرى دى.

 

جنرال محمد قسيم جنګل باغ ويلي؛ په تېرو څلورو ورځو کې په دې ولايت کې د دولت څه باندې درې سوه مخالف وسله وال وژل شوي دي. خو دغه ارقام خپلواکو سرچينو نه دي تاييد کړي.

 

د کندوز د روغتيا ریيس ازادي راډيو ته ويلي چې په تېرو څلورو ورځو کې دوى ته څه باندې ٣٧٠ ټپيان او ٥٠ وژل شوي کسان وروړل شوي دي.

 

تر اوسه ملکيانو، د دولت وسلوالو مخالفانو او افغان پوځيانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ارقام دقيق شوي نه دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.