ولسمشر غني: هیڅ غیرمسوول وسله وال کندوز ته د ننوتو حق نه لري

 

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني امر کړی چې هیڅ غیرمسوول وسله وال حق نه لري چې کندوز ته داخل شي.

 

ولسمشر غني دا خبره نن /پنجشنبه/ د کندوز له یو شمېر مخورو سره په ارګ کې وروسته له دې وکړه چې د جمعیت ګوند یو شمېر مشرانو او قومندانانو پرون /چهارشنبه/ په پروان کې اعلان وکړ چې د کندوز د دفاع لپاره خپل وسله وال دغه ښار ته لېږي او د بلخ والي عطا محمد نور له بهر څخه په یوه ویدويي پیغام کې وویل چې د کندوز د دفاع لپاره به خپل کسان دغه ولایت ته ولېږي.

 

دا په داسي حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونه کندوز ته رسېدلي او طالبانو ته یې درنې مرګ ژوبلې اړولي دي.

 

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل چې په کندوز کې به یوه پوځي فرقه جوړه کړي چې یو تورنجنرال به یې مشر وي.

 

ده همداراز وویل چې کندوز به د شمال ختیځ د پولیسو د زون په مرکز بدل شي.

 

د افغانستان ولسمشر همداراز وویل چې په کندوز کې امنیتي کمیسیون جوړ شوی او هیڅ غیرمسوول کس به کندوز ته د ننوتو اجازه نه لري.

 

د کندوز د ناامنۍ یو اصلي علت په دغه ولایت کې د میرعلم په شان د وسله والو قومندانانو غیرمسوول جګړه مار بلل کېږي.

 

ولسمشر وویل چې د کندوز عملیات به یوازې د دغه ولایت تر مرکز پوري محدود نه پاتې کېږي بلکې ولسوالیو او کلیو ته به هم غځول کېږي.

 

ده وویل چې د کندوز ولایت د سقوط په تړاو پنځه تنه په مزارشریف کې نیول شوي او ژر به محاکمه شي.

 

ده ونه ویل چې نیول شوي کسان څوک دي.

 

ولسمشر غني په شېرخان بندر کې د بندو پاتې شویو په اړه وویل چې د هغوی د ملاتړ لپاره ځواکونه دغه بندر ته رسېدلي او اوس د هغوی اختیار دی چې چیري ځي.

 

مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې د کندوز شاوخوا ۷۰۰ مامورینو له جګړو څخه شېرخان بندر ته پناه وړې ده.

 

د وروستي راپور له مخې دا شېبه (د افغانستان وخت د شپې ۱۲ نیمې) امنیتي ځواکونو بېرته د ښار مرکزي سیمې نیولي دي.

 

په همدې حال کې له بدخشانه وروستي راپورونه وايي چې طالبانو د دې ولایت وردوچ ولسوالي نیولې ده.

 

د کندوز ښار له نیولو وروسته په شمال کې د طالبانو روحیه پیاوړې شوې او څو ولسوالۍ یې یو په بل پسې ونیولې.

 

طالبانو د کندوز، قلعه ذالو امام صاحب او خان اباد، د تخار اشکمش او خواجه غار او د فراه خاک سفید ولسوالۍ ونیولې.

 

خو د وروستیو راپورونو پر اساس طالبان له قله ذال، امام صاحب، خان اباد او خواجه غار ولسوالیو څخه په شا تمبول شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.