د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت، د افغانستان سفیر احضار کړ

 

 

د آزادی راډیو

29.05.1394

 

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت پرون [چهارشنبه] په دې هېواد کې د افغانستان سفیراحضار کړ.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرعزیزاحمد چوهدري، د کابل په سیاسي کړیو کې د اسلام اباد پرضد منفي نظرنو د زیاتیدو له امله شکایت کړی دی.

 

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني په وروستیوکې د وسله والو طالبانو پرضد د پاکستان د حکومت مبارزه ناکامه وبلله او دا هېواد یې د وسله والو ډلو په ملاتړ تورن کړ.

 

عزیزاحمد چوهدري د افغانستان سفیرته ویلي چې پرپاکستان تور لګول، دوه اړخیز باور او اړیکو ته چې د ښه کولو لپاره یې ډیرې هڅې شوې، زیان رسوي. د دې وزارت خبرپاڼه وايي: 

 

((اسلام اباد له ډيره زغمه کار اخیستی او پر نورو د تور لګولو لوبه نه کوي.))

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرد تیرې یکشنبې او دوشنبې په ورځو د افغانستان له لوري د دوي پرخاوره د حملو له امله هم کلک اعتراض کړی دی.د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت خبرپاڼه وايي:

 

((په اسلام اباد کې د افغانستان سفیرته وویل شول چې د پالیسۍ له مخې، پاکستاني د اور بلول نه غواړي او یوازې له ځانه د دفاع لپاره داسې کار کولای شي.))

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرهمدا راز د افغانستان سفیرته ویلي چې د ښې رهبرۍ د اصولو پراساس، پاکستان د زغم، مسئولیت منلو او له افغانستان سره د اغیزمنې مراودې کړنلاره عملي کوي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرعزیز احمد چوهدري زیاته کړې چې د افغانستان له حکومته توقع لري چې په سرحدي سیمو کې به د داسې حملو د مخنیوي لپاره اغیزمن اقدام او له پاکستان سره به د ښه ګاونډيتوب، دوه اړخیز باوراو مثبتو اړیکو د جوړولو لپاره کار وکړي.

 

پاکستان وايي چې په دې حملو کې يې 3 عسکر وژل شوي دي.

 

خو افغان لوري پرپاکستاني پوځیانو تور لګولی چې د کونړ سرحدي سیمو ته یې د درنو وسلو ډزې کړې چې ۹ تنه پولیس په کې وژل شوي دي.

 

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت په دې اړه پرون [چهارشنبه] په کابل کې د پاکستان سفیرته له دې امله شکایت وکړ.

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین ور احضار کړی وو او د کونړ پر سرحدی سیمو يې د درنو وسلو د حملو له امله جدي اعتراض ته وړاندې کړ.

 

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د افغانستان د حکومت یو پلاوی چې د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني یې مشري کوله، اسلام اباد ته ولاړ او پرلانجمنو مسئلو یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.

 

رویټرز خبري اژانس لیکي، د ولسمشرمحمد اشرف غني تر دې وینا وروسته چې پاکستان د جګړې پیغام استوي، د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي کړکیچ زیات شوی دی.

 

په کابل کې تر پرله پسې خونړیو نښتو وروسته، ولسمشر غني پر پاکستاني لوري تور پورې کړ چې هغو وسله والو ډلو ته یې په خپله خاوره کې ځاي ورکړی چې د افغانستان د خلکو وژلو ته یې ملا تړلې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.