ولسمشر غني د ولسي جرګې د کار موده تمدید کړه

 

د آزادی راډیو

30.03.1394

 

د ولسي جرګې د کار دوره د افغان ولسمشر د یوه نوې بیان له مخې د انتخاباتو تر وخته تمدید شوه.

 

د ولسي جرګې د کار موده سبا چې د غبرګولي یودېرشمه نېټه ده؛ د اساسي قانون له مخې رسماً ختمېدو ده؛ خو ولسمشر په یو بیان کې د دې جرګې د کار د دوام خبر ورکړ.

 

ولسمشر په خپل بیان کې چې پرون د جمهوري ریاست پر رسمي ویبپاڼه خپور شو؛ ویلي چې دا پرېکړه د دولت د درې ګونو قواوو د فعالیت او د ولسي جرګې له خوا د قانون جوړونې د تدوام په خاطر شوې ده.

 

د ولسمشر بیان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د تخنیکي؛ امنیتي او مالي ستونزو له کبله د ځنډ یادونه کوي او وايي؛ د هېواد په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو اړتیا ته په پام سره به ولسي جرګه د انتخاباتو د نتایجو تر اعلان پورې خپل کار ته دوام ورکړي.

 

په بیان کې یادونه شوې چې حکومت به تر راروانې یوې میاشتې پورې د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه او انتخاباتي مهالوېش اعلانوي.

 

د اساسي قانون په ۸۳ مه ماده کې راغلي چې د ولسي جرګې د کار موده د پنځم کال د چنګاښ (سرطان) میاشتې په لومړۍ نېټه د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته پای ته رسېږي او نوې جرګه به په کار پیل کوي. خو په همدې ماده کې دا یادونه هم شوې چې له دېرشو نیولې تر شپېتو ورځو پورې د ولسي جرګې د کار له پای ته رسېدو مخکې باید د ولسي جرګې انتخابات وشي.

 

په دې ماده کې ابهام په دې اړه بېلابېل تعبیرونه رامینځ ته کړي. د ولسي جرګې د رییس په ګډون زیات شمېر وکیلان د انتخاباتو او د نوې ولسي جرګې د کار د پیل تروخته د اوسنۍ جرګې کار قانوني ګڼي. شکریه بارکزۍ له همدې وکیلانو څخه ده.

 

له آزادي راډیو سره په خبرو کې مېرمن بارکزۍ د ولسمشر بیان د جرګې د کار د دوام لپاره غیرضروري وباله:

 

((په درې اتیایمه ماده کې اول د سرطان اصل نه دی. هلته انتخابات اصل دی. د ولسي جرګې بنسټ او غړو ته یې مشروعیت انتخابات ورکوي؛ زه فکر نه کوم چې مشروعیت به د ولسمشر فرمان یا بیان ورکوي. تر هغه چې انتخابات ونه شي، نوي استازي رانه شي، همدا جرګه له شته صلاحیتونو سره باید خپل کار ته دوام ورکړي.))

 

د افغانستان د حقوقپانو د شبکې مشر اجمل هوډمن د ۸۳ مادې له دې تعبیر سره ګردسره مخالف دی. ښاغلي هوډمن له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ د جرګې د کار د دوام په اړه د ولسمشر پرونی بیان یوه سیاسي پرېکړه ده او حقوقي بنسټ نه لري:

 

((د انتخاباتو نه کېدل دا نه شي توجیه کولای چې اوسنۍ ولسي جرګه چې د کار موده یې پای ته رسېدلې؛ خپل کار ته دوام ورکړي، ځکه په دې ماده کې نه یوازې د ولسي جرګې د کاري دورې د پای ته رسېدو دقیقه نېټه، کال، میاشت او ورځ په نښه شوې، د انتخاباتو د کېدو امر هم شوی دی.

 

کله چې جمهوري ریاست اعلامیه خپروي؛ په دې باور دی چې د ولسي جرګې کاري دوره پای ته رسېدلې؛ خو دا یو سیاسي تصمیم دی.))

 

د اساسي قانون د ۸۳ مادې د دې دوو بېلابېلو تعبیرونو په اړه مو د اساسي قانون د څار د کمیسیون نظر وپوښت. د دې کمیسیون غړي پوهنمل لطف الرحمن سعید د ولسمشر وروستۍ اعلامیه د جرګې د کار د قانونیت لپاره ضروري وبلله:

 

((د سرطان لومړۍ نېټه د ولسي جرګې د کار وروستۍ ورځ ده. دوهم بند چې وايي، له انتخاباتو وروسته، نه شي کولای لومړۍ مساله چې د ورځې تعیین دی منسوخه کړي. بناءً له حقوقي پلوه غیرقانوني دی؛ خو د افغانستان په خاصو شرایطو کې ډېره ضروري ده چې موږ شورا ولرو؛ څو د دولت کارونه په سم ډول پرمخ ولاړ شي.))

 

له آزادي راډیو سره په خبر کې ښاغلي سعید د افغانستان په اساسي قانون کې د نیمګړتیاوو یادونه هم وکړه چې د ده په وینا؛ د قوانینو په تعبیر او تفسیر کې د ستونزو باعث کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.