په نړۍ کې د افغاني محصولاتو د پلورلو لپاره انلاین بازار جوړېږي

 

 

 

تاند- یوه افغان چارواکي نن وویل چې افغانستان به د لومړي ځل لپاره انلاین یا انترنیټي بازار پیل کړي څو بهرنیان په مستقیم ډول افغان محصولات وپېرلی شي.

 

د کابل د سوداګرۍ خونې اجرايي رييس حسیب رحیمي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«د سیاسي وضعیت له کبله، سوداګري راکړه ورکړه په ټپه ولاړه ده او پانګوونکي له هیواده په وتلو دي، خو دا انلاین بازار به زموږ سوداګرو ته موقع برابره کړي چې خپل محصولات په مستقیم ډول نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.»

 

رحیمي وویل چې دا پروژه به لومړی راتلونکی کال یوازې په لویو ښارونو کې پیل شي:«موږ د لویو شرکتونو لپاره دا نیت هم لرو چې کلیوالي سیمو ته ځانونه ورسوي او خلکو ته فرصت برابر کړي چې خپل محصولات وپلوري.»

 

د انلاین بازار له لارې به افغانان کرنیز محصولات، لاسي صنعتونه او قیمتي ډبرې وپلوري.

 

په دوبۍ کې د ګڼ ملیتي شرکتونو شبکې، پرایډ ګروپ، د دې پروژې د اجرا کېدو لپاره ۲۰ ملیون ډالره ځانګړي کړي دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.