معصوم ستانکزی د دفاع د نوي کاندید وزیرپه توګه معرفي شو
د آزادی راډیو
31.02.1394
معصوم ستانکزی د دفاع د نوي کاندید وزیرپه توګه معرفي شو،ولسمشرمحمد اشرف غني نن (پنجشنبه) د تماس د نړېوالې ډلې په غونډه کې د وینا پرمهال دا اعلان وکړ.
دا درېیم ځل دی چې د ملي وحدت حکومت د دفاع وزارت لپاره کاندید معرفي کوي.
ولسمشرمحمد اشرف غني چې د پنجشنبې په ورځ یې د تماس د نړېوالې ډلې یوې غونډې ته د ارګ په ماڼۍ کې وینا کوله وویل، چې معصوم ستانکزی به د افغانستان راتلونکی دفاع وزیر وي:
((زه په خوشحالۍ سره دا اعلانوم چې ښاغلی ستانکزی به زموږ راتلونکی د دفاع وزیر وي. نوموږ به د دفاع ټیم ولرو له نوي لوی درستیز او د دفاع وزارت له لومړي مرستیال سره. ))
که څه هم ولسمشر دا روښانه نه کړه، چې د لوی درستیزپه توګه څوک ټاکل شوی دی، خو راپورونه وایې، چې جنرال قدم شاه شهیم دغه پوسټ ته ټاکل شوی دی.
معصوم ستانکزی له دې وړاندې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس او د مخابراتو وزیر و.
خو دا لامعلومه نه ده چې نوموړی به کله د باور رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.
له دې مخکې جنرال افضل لودین هم دغه وزارت ته کاندید و، چې د اجرائیه ریاست له مخالفت سره مخامخ شو.
اوسنی لوی درستیزجنرال شیرمحمد کریمي هم د دفاع وزارت لپاره یو له کاندیدانو څخه و، چې د ولسي جرګې له لوري ورته کافي رایه ورنه کړل شوه.
دغه شان ویل شوي و، چې د دفاع وزارت اوس مهالی پيژندوال عبدالله خان به دغه څوکۍ ته د نوماند په توګه معرفي شي.
په همدې حال کې کارپوهان وایې، چې ښاغلی ستانکزی کافي پوځي تجربه لري او د ولسمشر دا انتخاب پرځای بولي.
د پوځي چاروکارپوه حی ګل سلیمان خیل له ازادي راډيو سره خبروکې د معصوم ستانکزې په اړه داسې نظرڅرګند کړ:
((معصوم ستانکزی یو تعلیم یافته، له حربي پوهنتونه فارغ او قوي منصب دار دی.
په پوځي برخه کې قوي تجربه او ډیر شاګردان لري او د دفاع وزارت لپاره ډيرمناسب کس انتخاب شوی دی.))
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د دفاع وزارت له تیرو نږدې اتو میاشتو راهیسې د سرپرست له لوري اداره کیږي او په افغانستان کې ناامنۍ ورځ تربلې زیاتیږي.
خلک او د ملي شورا غړي په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتیدو یوعلت د دفاع وزارت د رهبرۍ نه موجودیت بولي.
خو حکومت او په خپله ولسمشراشرف غني وایې، چې هیڅ کله به د افغانستان کوم ښار د وسله والو له لوري سقوط ونه کړي او د اوسني وضعیت د کنټرول لپاره د افغان ځواکونو پر وړتیاو ډاډ څرګندوي.
پخواني:
د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني؛ معصوم ستانکزی د دفاع وزارت لپاره معرفي کړ.
افغان ولسمشرنن په ارګ ماڼۍ کې د تماس نړېوالې ډلې په غونډه کې دا مساله یاده کړه:
((معصوم ستانکزی به زموږ راتلونکی د دفاع وزیر وي. د ده په مشرۍ ادارې او مرستیالانو ته یې بریا غواړم.))
ښاغلي غني همدا راز وویل، چې افغان پوځیان به د هغو ډلو ځواب په جګړه ورکوي چې د افغانستان پرضد جنګیږي خو هغو ډلو ته یې غیږخلاصه ده چې سوله کوي.
د تماس نړېوالې ډلې په شپاړسمه ناسته کې د شاوخوا پنځوسو هېوادونو استازیو ګډون کړی چې د بحث وړموضوع یې امنیتي او اقتصادي مسایل دي.
نظرات بسته شده است.