د پاکستان په اړه د اوسنی او پخوانی سیاست پرتله/ مجید قرار

 

 

 

 

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار یوې پاکستاني رسنۍ ته وویل چې حتی که امریکا هم پر پاکستان یرغل وکړ، افغانستان به د پاکستان ترڅنګ ودرېږي.

 

بل ځل یې وویل چې پاکستان مې ورور او هندوستان مې دوست دی. یعنې دوست پیدا کېږي، ورور نه پیدا کېږي. بل ځل یې پاکستان خپل دوهم کور او سکه ورور وګاڼه.

 

هغه تر پایه پورې د افغانستان د جګړې جهت پاکستان نه، بلکې طالبان وګڼل، او طالبان یې هم خپل وروڼه وبلل. جوپې جوپې یې له زندانونو آزاد او د کابل د مېلمستونونو یا د اسلام آباد د ټیکټ آفرونه یې ورته وکړل. د هغه رسمي سیاست دا و چې افغانستان په کورنۍ جګړه کې، د ده په تعبیر له خپلو وروڼو سره په جنګ دی، او پاکستان باید د ده وروڼه سولې ته حاضر کړي. هغه په کراتو کراتو خپل استاځي پاکستان ته ولېږل چې له بندي طالبانو سره د مذاکراتو اجازه ورکړل شي.

 

هغه د افغانستان جګړه تر دې حده د وروڼو ترمنځ ناندره ګڼله چې د چمن دوکانداران هم پرې د لویو لویو مولویانو په نامه تېر کړای شول.

 

هغه پاکستان ته دومره شیدې ور پرېښودې چې د سرحدي او حساسو ولایتونو لپاره یې داسې والیان وټاکل چې یا یې کورونه په اسلام آباد او یا یې هم په آی ایس آی کې رسمي رتبې درلودې. هغه برامداغ بګټي له افغانستان څخه په تېښته مجبور کړ. د هغه د ننګرهار والي د همده په اشاره پاکستانیانو ته په کونړ کې د شته پاکستاني طالبانو په اړه تفصیلي راپور ورکړ.

 

په دې یوه خبره هم، نه پارلمان غوغا جوړه کړه، نه اسدالله خالد مرکه ورکړه، نه امرالله صالح اور واخیست، نه دی په ملي خیانت متهم شو.

 

د پاکستان په اړه د ولسمشر غني سیاست:

 

کله چې ولسمشر غني راغی، لومړی کار یې دا و چې پاکستان ته یې کرښه را ښکله. په افغانستان، امریکا او هند کې یې ښکاره اعلان وکړ چې زموږ د سولې طرف طالب نه، بلکې پاکستان دی. د دې خبرې معنا دا وه چې د جنګ طرف مو هم پاکستان دی.

 

هغه په لندن کانفرانس کې د ټولو نړیوالو په مخ کې، او بیا په امریکا او هند کې د هغه ځای د مشرانو په مخ کې په زغرده وویل چې افغانستان او پاکستان د نا اعلان شوي دښمني په حالت کې اوسي.

 

دا داسې خبره وه چې له شهید ډاکټر نجیب الله وروسته هیچا هم نه وه کړې. دا خبره نه مرحوم رباني کړې وه، نه تېرولسمشر کرزي کړې وه، او نه کوم بل چارواکي.

 

ولسمشر غني پاکستان ته په خطاب کې وویل، موږ په دې حالت کې نشو پاتېدلای. له نا اعلان شوې دښمنۍ باید یا د اعلان شوې سولې په لور حرکت وکړو، او یا د اعلان شوي جنګ پر لور. دا خبره نوازشریف ته په لندن کانفرانس کې د امریکایي پلاوې تر مخ وشوه. ولسمشر پاکستاني پلاوې ته وویل، که تاسې بدلون ونکړ، موږ خپله په اوتومات شکل د اعلان شوې جګړې لور ته ځو. تر هغې وروسته نه زه نړیوالې ټولنې ته شکایت کوم، نه د ملامتیا لوبې ته دوام ورکوم، نه له تاسې مرسته غواړم. لنډ یې درته وایم چې افغانستان به د پاکستان د ټولو مخالفینو لپاره د آرام بستر وي.

 

پاکستان د غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا موږ د اعلان شوې سولې پر لور ځو او که د اعلان شوې جګړې پر لور، یو نوی بې سابقې دریځ ونیود. پاکستان وویل چې موږ د اعلان شوې سولې پر لور ځو. پاکستان په دیارلسو کلونو کې په لومړي ځل وویل چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی.

 

تر دې وروسته چې پاکستان څومره څه کړي، یا یې نه دي کړي، دا بیل بحث دی، خو د غني څرګند لیدلوري د افغانستان او پاکستان اړیکې له جموده را و ایستلې، یو نوی تحرک را منځته شو، او له دې سره د سولې او آرامۍ د امید غوټۍ هم وغوړېدې.

 

د غني د نوې دپلوماسۍ څرګند اړخونه دا ول چې: ۱) د طالب سوله او ناسوله د افغانانو داخلي مسأله ده، لومړی باید له پاکستان سره سوله وشي. ۲) د افغانستان جګړه له تروریزم سره ده، تروریزو څلور لوبغاړې لري: نړیوال ترهګر، کورني بلواګر، قاچاقچیان یا اقتصادي مافیا غړي او غیرمسؤول وسله وال. د افغانستان جګړه له تروریستانو سره ده، طالب، غیرمسؤول وسله وال او قاچاقیان به تر هغو ووژل شي چې له تروریزمه لاس واخلي. د غني دې لیدلوري د نظام دننه لنډه غرو او قاچاقچیانو ته سخت ټکان ورکړ، او له همدې امله، همدې خلکو له طلوع او غرضي سیاستوالو سره لاس یو او د غني پر خلاف د دسیسو نړۍ او لړۍ پرانیسته.

 

۳) که سوله کېږي او که نه کېږي، افغانستان به د جګړې ځواب په جګړې ورکوي. د همدې تصور پر اساس ولسمشر غني د وسلوالو ځواکونو اعلی سرقومانداني را جوړه او خپله یې د قیادت دنده پر غاړه واخیست.

 

پاکستان ظاهراً د غني د نوي لیدلوري ملاتړ وکړ، د ښه او بد تروریست د تصور د ختمېدلو اعلان یې وکړ، خو د ځینو کارونو لپاره یې د وخت او رسمي تفاهم او ځینو اطمینانونو غوښتنه وکړه.

 

خبره دا ده چې د پاکستان په اړه د افغانستان تګلاره دغه ده. هغه څه چې تر دې وروسته د همدې سیاست د تعقیب لپاره راځي، که هغه کوم تفاهملیک وي، که هوکړه لیک وي، که کومه بله دپلوماسي وي، د ولسمشر د دې اساسي کرښو په دننه کې به وي.

 

تفاهملیک:

 

 

غني پاکستان ته وخت، ځینې اطمینانونه او د یوه تفاهملیک د لاسلیکېدلو فرصت او چانس ورکړ. دا تفاهملیک و. نه کوم قرارداد و، نه کوم تړون و، او نه کوم حقوقي سند. د اسنادو د تعریف له لحاظه د یوه تفاهملیک هدف یواځې او یواځې د شاملو موضوعاتو په اړه تفاهم او نورو بحثونو ته لاره پرانیستل وي. په تفاهملیک نه څوک موټر پلوري، نه جایداد او نه ساختماني قراردا کوي. په دې تفاهملیک کې هماغه خبرې ځای پر ځای وې چې افغانستان له کلونو کلونو غوښتې. د تروریزم پر خلاف ګډه مبارزه، د ګډو دښمنانو په اړه معلومات شریکول او نور.

 

دا چې له یوې خوا کرزي خېل سپنتاخېل او خرم خېل، له بل پلوه مایوسه لنډه غر او د غیرمسؤولو وسلوالو ډلو غړي او له بل اړخه د قراردادونو مافیا او د جرمي اقتصاد فعالان له وړاندې په کمین کې ول، له دې تړون څخه یې د ځینو غرضي او مافیایي رسنیو پر مټ لویه ډنډوره جوړه کړه. په دې تړون کې د پاکستانیانو لخوا افغانانو ته د روزنې، او د پاکستاني بیلتون غوښتونکیو خلاف د عمل خبرونه یې جعل او خپاره کړل، او بحث یې دومره ګرم کړ چې د خپلو چمچو ترڅنګ یې د ځینو سمو خلکو ذهنونه هم مغشوش او ککړ کړل.

 

دوه مخي چلندونه:

 

 

سوال دا دی، اشرف غني په یوه عمومي تفاهملیک کې د تروریزم پر خلاف د اقدام هوکړه وکړه، چې کوم الزامي حقوقي حیثیت هم نه لري، نړۍ په پښو ودرېده چې هله اشرف غني د پاکستان له بیلتون خوښو سره غدر وکړ، خو حامد کرزي چې غوښتل برامداغ بګټي پر پاکستانیانو وسپاري، هغه ته یې په څلرویشت ساعته کې له افغانستانه د وتون امر وکړ، بلوڅ یې له کندهاره، هلمنده او ځینو نورو سیمو وشړول، نه چا اعتراض وکړ، نه اسدالله خالد مرکه ورکړه، نه جنرال رازق اندېښنه وښوده، او نه طلوع ستونې ته ګوتې واچولې. حامد کرزي عطاءالله لودین ته یې امر وکړ چې په ختیځ کې د پاکستاني طالبانو معلومات وکړي، هغه راپور چمتو او نر غوندې د پاکستان سفارت ته تسلیم کړ. هیچا هیڅ اعتراض ونکړ. حامد کرزي د ختیځ بشپړې ولسوالۍ پر پاکستان وپلورلې، پاکستانیانو په رڼا ورځ زموږ پر خاوره دروازې او پوستې جوړې کړې، هیچا اعتراض ونکړ. غني یو عمومي تفاهملیک، چې نه حقوقي سند دی، نه عملي الزامیت لري، لاسلیک کړ، دنیا را وپارېده، طلوع د پښتونستان د داعیې مدافع شو، امرالله صالح اور واخیست، د اسدالله خالد زړه درد وکړ او د کرزي چمچو په وارېدلو پیل وکړ.

 

که څه هم د تفاهملیک متن خپور شوی، هره خبره یې واضحه ده، هغه څه چې کابل نیوز، طلوع، کرزی، او نور یې وایي، په تفاهملیک کې نشته، خو که د دوی ادعا سمه هم وګڼل شي هم، بې انصافي بې انصافي ده. غني د هغه څه په لیکلو ګناهګار ګڼل کېږي چې کرزي او امرالله صالح عملاً کړي دي. غني هغه څه ویلي نه دي چې کرزي او صالح کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.