ناټو د روسیې له لارې افغانستان ته د پوځي تجهیزاتو د لېږد تړون تمدید نه کړ

 

د آزادی راډیو

29.02.1394

 

د ناټو تړون د روسیې له لارې افغانستان ته د وسلو او نورو تجهیزاتو د انتقال تړونونه چې وخت یې د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې پای ته رسیدلی؛ تمدید نه کړل.

 

د روسیې لپاره د ناټو د مطبوعاتي برخې مسوول رابرټ پسیزل ” Robert Pszczel “ د انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي؛ په افغانستان کې د ”غوڅ ملاتړ“ په نوم د ناټو نوی ماموریت چې د روان کال د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې پیل شوی؛ د ایساف د ماموریت برخلاف پوځي نه دی او ناټو کولی شي؛ په بېلابېلو بڼو یې د اکمالاتو اړتیا پوره کړي.

 

د ناټو د دې چارواکي په وینا؛ له همدې کبله دوی د روسیې سره د ټرانزیټي پریکړو د نوي کولو لپاره کوم وړاندیز ونه کړ.

 

رابرټ پسزل زیاته کړې چې ناټو په افغانستان کې د نړېوالو سوله ساتو ځواکونو یا ایساف د ماموریت پر مهال د روسیې په شمول له څو هېوادونو سره د ټرانزیټ تړونونه لاسلیک کړي وو.

 

د نوموړي په وینا، دا تړونونه وو او په بېلابېلو سطحو ترې کار اخیستل شوی دی؛ خو کله چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت پای ته ورسید؛ نو د دوی د دې تړونونه د نوي کولو اړتیا نه لیده.

 

د انټرفاکس خبري اژانس وايي؛ روسیې د روانې میاشتې له پنځلسمې نیټې څخه افغانستان ته له خپلې خاورې څخه د ناټو د وسلو او تجهیزاتو لیږد بند کړی او په دې اړه د روسیې صدراعظم ډیمیټري میډویډیف یو فرمان لاسلیک کړی دی.

 

روسي رسنۍ وايي چې مسکو د روسیې له خاورې افغانستان د وسلو او تجهیزاتو د انتقال تړونونه دا مهال لغو کړي دي.

 

مسکو په ۲۰۰۸م کال کې ناټو ته اجازه ورکړه چې افغانستان ته د غیرې تعرضي پوځي تجهیزاتو د انتقال او یا د افغانستان څخه د ایستلو لپاره کولی شي؛ د روسیې له خاورې ګټه واخلي.

 

د ایترتاس خبري اژانس په دې اړه په خپل راپور کې وايي چې روسیې په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۲۰۰۱م کال د پرېکړې له مخې ناټو ته له خپلې خاورې څخه د پوځي ټرانزیټ اجازه ورکړې وه.

 

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په دې پرېکړه لیک کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او د ملګرو ملتونو له غړیو هېوادونو څخه غوښتل شوي؛ په افغانستان کې دې د نړېوالو سوله ساتو ځواکونو د اکمالاتو لپاره له خپلو مځکنیو او هوايي لارو د استفادې اجازه ورکړي.

 

پر روسیې سربېره، افغانستان ته د ناټو د اکمالاتو مهمه لاره پاکستان وه چې تر ډېره پرې د ایساف د ځواکونو اکمالات کېدل.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.