وسلهوالو پر خاص ارزګان ولسوالۍ برید کړی
دامریکا غږ
28.02.1394 11:23
نن سهار درې بجې سلګونه وسلهوالو طالبانو د ارګان ولایت پر خاص ارزګان ولسوالۍ برید کړی. چارواکي وايي په برید کې د دولت ۵ مخالفین او ۲ پولیس وژل شوي او لا هم جګړه روانه ده.
سلګونه وسلهوالو طالبانو د دوشنبې ورځې پر سهار وختي درې بجې د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ پر اتو امنیتي پوستو برید کړی.
د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکا غږ ته وویل، د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو تر منځ لا هم جګړه روانه ده.
د والي د ویاند پر وینا تر اوسه پینځه وسله وال طالبان وژل شوي او بریدګر په شا تمبول شوي دي.
خو د خاص ارزګان ولسوال عبدالکریم وايي، ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو په محاصره کې ده.
عبدالکریم امریکا غږ ته وویل که خاص ارزګان ته تازه دمې قواوې و نه رسیږي، ښايي ولسوالۍ سقوط وکړي.
هغه وایي، تر دې مهاله په جګړه کې دوه پولیس وژل شوي دي.
خو د والي ویاند وايي په خاص ارزګان کې موجود افغان ځواکونه د وسلهوالو طالبانو د برید د مقابلې وړتیا لري.
د خاص ارزګان د شاه زمان د لېسې یوه ښوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي امریکاږغ ته وويل، وسلهوالو طالبانو نن سهار ۸ بجې د لېسې مدیر عبدالعلیم خان د لېسې مخې ته په ډزو وواژه او د عتیق الله په نوم د همدې لېسې بل ښوونکی یې ژوندی بیولی دی.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
نظرات بسته شده است.