وقاد: د قطر په راتلونکې غونډه کې باید له یوه پلان سره سم ګډون وشي

 

 

د آزادی راډیو

27.02.1394

 

د افغانستان د سولې عالي شورا یو شمېر غړي په قطر کې د بګواش په نوم د یو کاناډايي موسسې له خوا په راتلونکې جوړېدونکې غونډه کې د یوې اجنډا په درلودلو ټینګار کوي.

 

د سولې د عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل؛ په کار ده په راتلونکي کې په داشان غونډو کې له یو ادرس نه او له یو پلان سره مراجعه وشي:

 

“کیفیت د اشتراک باید دا شان نه وي؛ لکه د مخه چې طالبان منظم راشي؛ له یو پلان سره، له یوې نظرې سره او له یوې بیانیې سره؛ خو د دې خوا نه خلک مفرد ولاړ شي؛ یوه اجنډا ورسره نه وي، دا مساله موږ تصیح کړله.”

 

که څه هم ویل کېږي چې د سولې د عالي شورا له خوا په انفرادي ډول دوه کسانو په دغه غونډه کې ګډون کړی و؛ خو د ښاغلي وقاد په وینا چې کومه مشخصه اجنډا نه ده تعقیب شوې.

 

د یادونې ده چې د بګواش په نوم د یو کاناډايي موسسې له خوا په دې ورستیو کې په قطر کې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه یوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د وسله والو طالبانو او د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي په استازیتوب یو شمېر کسانو او دغه شان یو شمېر ازادو اشخاصو هم کې ګډون کړی و.

 

د معلوماتو له مخې دغې موسسې پخوا هم د داشان غونډو لپاره لاره جوړه کړې وه او ټاکل شوې چې میاشت ورسته بیا هم ورته غونده جوړه کړي.

 

په عین حال کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي؛ د دې غونډې په اړه د افغانستان د سولې د عالي شورا له غړو سره هم نظري دي.

 

د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون رییس عبدالقادر ځاځي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل؛ داشان غونډې هغه مهال اغیزمنې ثابېتېدلی شي چې د افغان حکومت او ملي شورا استازي هم په کې ګډون وکړي.

 

د چارو کارپوهان او د طالبانو د پخوانیو لیکو یو شمېر غړي بیا وايي؛ که حرکتونه مخلصانه وي او افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي وي؛ نو د سولې راتلل هم ناشونې نه دی.

 

د چارو یو کارپوه او د طالبانو یو پخوانی قومندان سید اکبر اغا وايي دواړه لوري باید د خلکو هیلې په پام کې ونیسي:

 

“که چېرې مخلصانه حرکتونه وشي؛ خامخا به په افغانستان کې سوله راځي؛ ځکه چې د افغانستان ولس سوله غواړي؛ دا په دواړو خواوو پورې تړلې ده؛ که دواړه غاړې د ولس هیلو او خواهشاتو ته وګوري؛ نو په افغانستان کې به سوه سوله راشي.”

 

په عین حال کې حقوقي کارپوهان هم په دې نظر دی چې نړېوال خصوصي سازمانونه کولای شي؛ د خپلې کړنلارې له مخې ورته غونډې جوړې او د افغانستان د سولې موضوع ته کار وکړي.

 

خو عام خلک وايي، که هر څه وي او د هر چا له خوا وي؛ د افغانستان د سولې خبرې باید خپله افغانان رهبري کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.