پکتيا کې سربندونه جوړيږي

 

دآزادی راډیو

26.02.1394

 

د پکتيا ولايت کرنې رياست چارواکي وايي، چې په لرو پرتو سيمو او کليو کې به د سږ کال پلان سره سم سربندونه جوړوي.

 

د کرنې، مالدارۍ او ابو لګولو ريس ذبيح الله حسن زی وايي، چې د سږ کال په اوږدو کې به د کرنې او مالدار په برخه کې ډېره برخه کار وکړي.

 

نوموړی زياتوي په ډېرو هغو کليو کې چې خلک يې د سربندونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي د پلان سره سم سربندونه جوړ کړي:

 

”اتلس سربندونه موږ په پلان کې لرو، چې د سږ کال په جريان کې خلکو ته هغه هم جوړ کړو او د دې سربندونو په اساس به د دوی ستونزې تر ډېره هوارې شي“

 

دی دا هم وايي، چې د مالدارۍ په برخه کې يې هم د خلکو غوښتنې ترلاسه کړې دي، چې له ستونزو سره مخ دي او په دې اساس دوی پرېکړه کړې، چې په ولسواليو کې به د څارويو کلينکونه هم جوړوي:

 

”سږ کال هغه ولسوالۍ، چې د څارويو کلينکونه نه لري، د څارويو کلنيکونه ورته جوړ کړو او ترڅنګ يې نورې هغه مرستې هم ورسره وکړو، چې خلک ورته په دې برخه کې اړتيا ولري“

 

دحسن زي په خبره ددې ترڅنګ، چې په ولسواليو کې حيواني کلينکونه جوړوي، د اوبو او مالدارۍ په برخه کې به ځينې نورې پروژې هم پلې کړي.

 

نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د پکتيا اوسېدونکي تل د کرنې او ابو لګولو په برخه کې د ډېرو ستونزو يادونې کوي.

 

راپور- داود تپان- پکتيا

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.