امیر: ځيني حکومتي ارګانونه د روغتیایې مرکزونو اعتبار زیانمنوي

 

آزادی راډیو

25.02.1394

 

په افغانستان کې د خصوصي روغتونونو ټولنه پرحکومت انتقاد کوي، چې د روغتیایې سکټور ملاتړ نه کوي.

 

دغې ټولنې د عامې روغتیا وزارت له لوري د نهو خصوصي روغتیایې مرکزونو پرتړل کیدو انتقاد وکړ او ویې ویل، چې حکومت په دې سره په افغانستان کې دغه سکټور ته زیان رسوي.

 

وروسته له دې چې د عامې روغتیا وزارت په کابل کې یو شمېرخصوصي روغتیایې مرکزونه وتړل او د ځینو فعالیت یې محدود کړ، د خصوصي روغتیایې مرکزونو ټولنې حکومت ملامت کړچې د روغتیا سکټورته پام نه کوي.

 

د دغې ټولنې غړو د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، د روغتیا وزارت پرته له دې چې لازمې څیړنې وکړي، ځيني خصوصي روغتونونه یې وتړل.

 

د افغانستان د خصوصي روغتونونو د ټولنې مشر ډاکټر عزیز امیر وویل، چې ځيني حکومتي ارګانونه په لوی لاس د روغتیایې مرکزونو اعتبار ته زیان رسوي:

 

((زیاتره خلک شکایت کوي، چې ولې زموږ خلک د درملنې لپاره بهرته ځي. یو اساسي علت یې د بې اعتمادۍ جوړول دي. دا کار متاسفانه له دولتي اراکینو څخه پيلیږي.))

 

ډاکټر امیر زیاته کړه، خصوصي روغتونونه هرکال په افغانستان کې د اتو میلیونه وګړو درملنه کوي او په وینا یې، که دا روغتونونه وتړل شي، نوخلک به مجبوره شي چې ګاونډیو هېوادونوته په زیاتولګښتونو سره د درلمنې لپاره ولاړشي.

 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څه موده مخکې په کابل کې نهه خصوصي روغتیایې مرکزونه وتړل او د ځینو یې فعالیتونه محدود کړل.

 

د دغه وزارت چارواکي وایې، د مناسبو طبي وسایلو، معیاري عملیات خانو او د عاجل اطاق نشتوالی او دغه راز د کاري پرسنول کمبود او د نظافت نه مراعتول هغه څه دي چې له امله یې د یادو ۹ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه بند شوي دي.

 

په دغه روغتیايي مرکزونو کې علي سینا، سپین غر، مداوا، شمس الرحمان ترکي، کریم رحمان، خورمي، علاج، ګلاب احمدزی او فیصل روغتونونه شامل دي.

 

د عامې روغتیا وزیرفیروزالدین فیروز بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې د یاد وزارت د دې اقدام په اړه وویل:

 

((د تلویزیونونو او راډیوګانو له لارې یې ډیر او غیرعملي اعلانونه کول او خلکو ته یې د هغو خدماتو ژمنه کول، چې په ګاونډیو هېوادونو کې کیږي.

 

خو کله چې موږ څیړنه وکړه دا مو وموندل چې د دوي اعلانونه غیرعملي و او خدمتونه یې غیر معیاري و.

 

لږترلږه دوي د ټاکل شوي مقررې له مخې د افغانستان خلکو ته خدمات نه کول.))

 

ښاغلي فیروز وویل، ترهغو چې تړل شوي روغتونونه ټاکل شوي معیارونه پوره نه کړي، د فعالیت اجازه به ورنه کړل شي.

 

خو دا یوازې خصوصي روغتونونه نه دي چې له غیرمعیاري خدماتو څخه یې شکایتونه کیږي بلکې دولتي روغتونونه هم له ورته ستونزې سره مخامخ دي.

 

د وروستیومعلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان پنځوس فیصده وګړي روغتیایې خدماتو ته لاس رسی نه لري.

 

خلک له حکومته غواړي، چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او کافي روغتیایې مرکزونه ورته برابرکړي څو خلک مجبور نه شي چې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.