د افغانستان جنګي جغرافیه ، نن او سبا دویمه برخه

 

پوهنمل حاجي محمد نوزادي 

د افغانستان جنګي جغرافیه ، نن او سبا 

دویمه برخه 

( په لومړۍ برخه کي ددې خبري یادوونه وشوه چي ایا د هیواد جنګي جغرافیې بدلون موندلی ؟ ایا دا جغرافیه د بدلون په حالت کي ده ؟ او یا داچي یوازي جنګي جبهه د پراخیدو په درشل کي ده یاني د جنوب او جنوب ختیز  برسیره د شمال او شمال ختیز په لور هم غځیږي ) . 

       په هر حال ، نه د جنګي جغرافیې بدلون او نه یې هم پراخیده زموږ غوښتنه ده . موږ غواړو چي ددغه لعنتي تپل شوي جنګ د اور لمبې هر څه ژر خاموشه او د ( جغرافیې ) د اسم تر څنګ نور د ( جنګي ) صفت کلمه و نه وینو . موږ نور نه یوازی له جنګ نه بلکه د جنګ د کلمې له ارویدو څخه هم ستړي یو . موږ پدې هم ښه پوهیږو چي د توپک په زور یو لوری هم ددغه ناورین نه وطن ژغورلای نشي ، کنه نو دا نژدی یوه نیمه لسیزه کیږی چي د امریکا په مشرۍ د نړۍ ۴۵ سترو هیوادونو خپل بشپړ جنګي ماشین پرې و ازمایه او نه یوازی داچي د مخالفو وسله والو جنګي توان یې له منځه وا نه خیست او یايې کمزوری نکړ ، بلکه ورځ تر بلي یې توان پیاوړتیا مومي ، غښتلي کیږي او د جنګ جبهه پراخوي . 

     ددې خبري نه یو واقعیت په ډاګه کیږي او هغه دا چي یوازي او یوازي د سولي په نرمو اوبو سره د جنګي ښامار زامي ور ماتولای شو او بس . له بده مرغه د سولي تر عنقا پوري په رسیدو کي تر اوسه پوري د هیواد ټولو قشرونو او ډلو لکه څنګه چي اړینه ده ، برخه نده اخیستي او د تماشاچیانو په توګه پاته شوی دي .

    اوس راشئ دې خبري ته را وګرځو چي ایا د هیواد دا بې شمیره اوسنی سیاسي ګوندونه د خپلو بډایو تجربو سره سره د غمیزي څخه د وتلو په موخه کوم د پام وړ رول لوبولای شی کنه ؟ فکر کوم ډیرۍ سیاسی ګوندونه اوږدې پرګنیزي ریښې لري او که یې فعالیت په ښه توګه تنظیم شي ، کولای شي د پېښو په پرمختګ کي اغیزمن رول و لوبوي . د سولي او امن پدې ملي پروسه کي د اغیز ښندلو په موخه زه لاندي وړاندیزونه د سیاسي ګوندونو د فعالیت د سمون او لیدلوري د ټاکلو په هیله د هغوی مخته ږدم او ټینګه پاملرنه ورته را اړوم :

       اول ــ هغه ګوندونه چي تګلاري او سلیقې یې ورته والۍ لری ، ښه به دا وي چي مشران یې د ځان غوښتني څخه تیر او تشکیلاتی یووالۍ ته هر څه ژر لاره هواره کړي . پدې توګه هم د نوموړو ګوندونو سیاسي اغیز جګیږي او هم یې خپلو موخو ته د رسیدلو لاري لنډیدلای شي . که دا کار تر سره شي ، نو هیواد به درې ډوله ګوندونه ولري : 

       الف ــ کیڼ لاسي ګوندونه ،

       ب ـــ ښی لاسي ګوندونه او

       ج ـــ  منځلاري یا معتدل ګوندونه .

      که داسي وشی ، نو دا کار هم د پارلماني ټاکنو په پایله کی د نوموړو ګوندونو ونډه زیاتوی او هم په اولسمشریزو ټاکنو کی یې اغیز لوړوي . 

        دویم ــ هغه ګوندونه چي تګلاري یې تر ټاکلي بریده ورته والۍ لری مګر د سلیقو توپیر یې د ورته والي په پرتله زیات دی ، هغوی باید په یوه سیاسي متحده جبهه کي سره راټول شي . پدې توګه په ګډ کار سره د غمیزي څخه د خلاصون په موخه د نوموړو ګوندونو اغیز په نسبي ډول لوړ ځي او دا چي دا موخه یې د تګلارو یوه برخه هم ده ، نو د خپلو تګلارو په عملي کولو کي یې ګټور ګامونه شمیرل کیدلای شي .

       دریم ــ هغه سیاسی ګوندونه چي هم یې د تګلارو او هم یې د سلیقو تر منځ توپیر تر ورته والي زیات وی ، هغوي ټول که کیڼ لاسی یا ښی لاسي او یا هم منځلاري وی ، باید د وطنپالو روحانیونو ، دیني علماوو ، پوهانو ، قومي مشرانو ، ملي او اغیزمنو شخصیتونو او ټولو هغو کسانو سره چي د رواني غمیزي څخه د خلاصون لاری لټوي ، د سولي او امن په یوه پراخه ملي جبهه کی سره یو ځای او په نه ستړي کیدونکو هلو ځلو لاس پوري کړي . 

       که دا ډول هر اړخیزي ګډي هلي ځلي د اوسني دولت د هلو ځلو سره په صادقانه ډول یوځای شي ، پوره باور لرم چي پایلي به یې په زړه پوري او د هیوادوالو سره به ددې غمیزي له شره څخه په  ژغورلو کي مرسته وکړي .

        د اوس د پاره په همدومره بسنه کوم .   و من الله توفیق 

                                                                  ډنمارک ـ ۲۵ / اپریل / ۲۰۱۵ 

        یادوونه :

        د سولي د انتظار په اړه می لاندي شعر په ډیرو ستاینیزو ایمیلونو سره نازول شوی ، ځکه نو غواړم دلته  خپله لوړه لیکنه پرې بشپړه کړم :

د سولي په انتظار

 

سکروټي  مي  لــیمـو  کي  نـڅــولې ،  ته  رانغـلې

شېبـې  د  انـتـظـار  مـي  زوکـلولې ،  تـه  رانـغـلې

جـــنــون مـي  بیله  تـانـه ګـرېـوانـه سره پـخـلا ســو

د  عــقـل  زولــنـې  مـي  مـاتـولې  ،  تـه  رانـغــلې

ما وې  چي  به  سوغات  راته اذان د بلال  راوړې

سجـدې  مي  پر یاغي  تندي  شمیرلې  ، ته رانغلې

تر مصره پوري راغی زوړ یعقوب په ړندو سترګو

بي  پایه  قافلې  وې  چي  راتــلــلې   ، تــه رانغـلې

پر تېر پلونو  دي  پریوتل  غونډی غونډی ګړځـونه

خــیالــونــو  مي  تــڼــاکي  کـــړولې  ، تـه  رانغـلې

د مـاتـــو  مـیـکـدو  ســره  دي  پـرېښـودم  یــوازي

توبې مي تر محراب پوري  در وړلې ، ته رانـغـلې

په لـر او بـر کي ښخــي وې د خـړ سـېلاب منګولي

هر موج کي یې کښتۍ وې ډوبېید لې  ، تـه رانغــلې

قاصد  د  تــودو  اوښکــو  به  سهار ماښام  در تلـلو

نــارې د  نـوزادي  دي اروېــدلــې  ، تــه رانـغــلې

                               ډنمارک ـ ۲۴ / ۳ / ۲۰۱۵        

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.