مشرانو جرګې د ناامنیو له امله د امنیتي مسوولینو د استجواب پریکړه وکړه

 

د آزادی راډیو

23.01.1394

 

د افغانستان مشرانو جرګې د هېواد امنیتي وضعه د اندیښنې وړ وبلله او غوښتنه یې وکړه چې حکومت باید په دې برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي.

 

د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې وروستیو خونړیو حملو د مشرانو جرګې غړي اندیښمن کړي او وایي، د ورته حملو تکرار ورته د منلو نه دی.

 

سناتورانو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې په دې اړه پراخ بحثونه وکړل او د ملي وحدت حکومت له مشرانو یې وغوښتل چې خپل منځي اختلافات پای ته ورسوي او د امنیت ټینګښت ته مټې را ونغاړي.

 

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار وایي؛ امنیتي مسوولین باید ولس ته ډاډ ورکړي چې نور داسې پیښې نه کیږي.

 

“امنیتي وضعه د اندیښنې وړه ده، موږه په یوه ورځ کې د درې څلورو لویو امنیتي پیښو شاهدان وو؛ زما غوښتنه دا ده چې امنیتي مسوولین باید را وغوښتل شي او هغوی باید خپل تعهد وکړي؛ موږ سره چې په راتلونکې کې دوی د دې ستونزو لپاره څه اقدامات کوي؛ هغوی باید موږ ته بیا راپور راکړي چې دا وضعیت څنګه کیږي؟.”

 

له دې وړاندې ولسي جرګې هم د امنیتي پیښو د زیاتوالي په اړه اندیښنه ښودلې وه او له حکومته یې غوښتي وو چې د مخنیوي لپاره دې جدي هڅې وکړي.

 

د ملي شورا دواړه جرګې په داسې حال کې امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بولي چې په دې وروستیو کې په بلخ؛ غزني، ننګرهار او یوشمیر نورو ولایتونو کې د امنیتي پیښو له امله شااوخوا سلو ملکي او پوځي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

د ملي شورا غړي وایي، د ناامنیو دلیل د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات او په وزارتونو او ولایتونو کې د سرپرستانو موجودیت دی.

 

په دې اړه د سناتورانو له انديښنو وروسته د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار پریکړه وکړه چې راتلونکې اونۍ به امنیتي مسولین استجواب کړي:

 

“اداري مجلس یا د رییسانو په کمیټه کې فیصله شوې؛ بله دا ورځ یعنې د راتلونکې یکشنبې په ورځ به امنیتي مسوولین ټول دلته راځي؛ دعوت ورنه شوی، تاسو هم خپل سوالونه، اندیښنې او اعتراضونه چې لری هغه په نظر کې ونیسئ؛ مخکې د کمېټه روئسا تایید وو او اوس د عمومي مجلس غوښتنه شوه.”

 

څیړونکي وایي، که حکومت د امنیتي ستونزو هواري ته اقدام ونه کړي؛ خلک به نور هم پر حکومت بې باوره او د حکومت او خلکو ترمنځ به فاصله زیاته شي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د ملي وحدت حکومت مشرانو د خپلې کاري دورې په پیل کې د امنیت او سولې د ټینګښت ډاډ ورکړی وو.

 

راپور:اسدالله لودین

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.