له ماشومانو څخه د ملاتړ موسسې د ۵ کارکوونکو مړي په ترینکوټ کې موندل شوي

 

د آزادی راډیو

22.01.1394

 

د یوې خیریه ټولنې د هغو پنځو کارکوونکو مړي پرون موندل شوي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې په ارزګان کې تښتول شوي وو.

 

دغو پنځو تنو چې د Save the Children یا د ماشومانو د ملاتړ خیریه موسسې لپاره یې کار کاوه؛ څلوېښت ورځې وړاندې تښتول شوي وو. د ارزګان سرپرست والي امان الله تیموري آزادې راډیو ته وویل چې تښتوونکو د دغو کارکوونکو کورنیو ته ویلي وو چې د دوی په بدل کې باید ځینې بندي وسله وال له زندانه خوشې شي:

 

“دا پنځه کسه چې نیول شوي وو؛ ورثې یې ما دلته راوغوښتي. هغو ماته وویل چې دوی زموږ څخه بندیان غواړي. هغه بندیان هم له دې ځایه مرکز کابل ته انتقال شوي وو.

 

بیا ما ورته وویل چې زه به مکتوب درکړم او تاسو له مرکز څخه دا غوښتنه وکړئ. خو دا کار ناممکن وو، ځکه هغه کسان سیاسي بندیان وو. نور دوی په ډیر بې رحمانه ډول دغه کسان ووژل.”

 

د ارزګان والي زیاته کړه، په وژل شویو کارکوونکو کې څلور د ارزګان او یو د ننګرهار ولایت وو. دی وایي، د سیمي قومي مشرانو، سپین ږیرو او عالمانو هم د دغو کسانو د خوشې کېدو لپاره هلې ځلې کړي دي.

 

ویل کیږي، دغه کارکوونکي پیچلو غرنیزو سیمو ته وړل شوي وو.

 

د ارزګان والي زیاتوي چې د دغو پنځو کارکوونکو وژل کېدل به په دغه ولایت کې د ماشومانو د ملاتړ یا Save the Children موسسې په کارونکو اغیز ونه کړي او فعالیتونه به یې لاهم دوام ولري.

 

دغه موسسه له شاوخوا څلویښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۵ ولایتونو کې خپل پروګرامونه پر مخ وړي چې شاوخوا اوه سوه زره ماشومان ګټه ترې اخلي.

 

دغې موسسې په خپلې ویب پاڼې کې لیکلي چې خپل پروګرامونه د ټولنې د ټولو برخو په نژدې همکارۍ او همغږۍ سره پر مخ وړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.