د کاناډا استخبارات وايي، داعش افغانستان او پاکستان ته په خپرېدو ده

 

تاند- د کاناډا د استخباراتو ريیس د دغه هیواد په مشرانو جرګه کې د خبرو په مهال خبرداری ورکړ چې د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش په لیبیا، افغانستان او پاکستان کې د پراختیا په حال کې ده.

 

په عین وخت کې د کاناډا د امنیتي استخباراتو ريیس مایکل کولمب سناتورانو ته وویل، کاناډا خپل ټول پام په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې ته اړولی، په داسي حالت کې باید د القاعده په شان دښمنان هېر نه کړي.

 

ده زیاته کړه:«داعش (د عراق او شام اسلامي دولت) له عراق او سوریې پیل وکړ، خو څه چې موږ اوس وینو او تاسو هم په رسنیو کې لیدلي، دا ډله لیبیا، افغانستان او پاکستان ته خپرېږي.»

 

ښاغلي کولمب د خپلو څرګندونو په دوام کې وویل:«بوکو حرام اوس – اوس له داعش سره د یووالي اعلان وکړ. د دې معنا دا ده چې هلته هم د داعش پدیدیده په خپرېدو ده.»

 

د کاناډا امنیتي چارواکي د دوشنبې په ورځ د دې لپاره د کاناډا د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې غونډې ته حاضر شول چې دې کمېټې ته د داعش پر ضد د حکومت د پلانونو په اړه معلومات ورکړي.

 

د سي بي ایس تلویزیون د راپور له مخې په دې غونډه کې، چې د ښاغلي کولمب او د ولسي خوندیتوب وزیر سټېفن بېلني په وینا پیل شوه، د کاناډا ګڼو نورو امنیتي چارواکو هم ګډون درلود.

 

پرون د سیاسي چارو یوه افغان پوه وحید مژده، چې له طالبانو سره په تماس کې دی، وویل چې غښتلي قدرتونه غواړي چې د طالبانو ځای داعش ونیسي.

 

مژده د یوه افغان طالب مشر په قول ایرنا خبري اژانس ته وویل چې آی ایس آی طالبانو او حقاني شبکې ته ویلي چې په نوي نوم، بیرغ او شعار، چې منظور یې داعش و، جګړې ته دوام ورکړي او که دا کار ونه کړي له وسلو او پیسو به بې برخې شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.