طالبان وايي، په زابل مې د ۳۰ تنو په برمته کولو کې لاس نه لري

 

 

 

تاند- د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې افغان طالبانو د جمعې په ورځ وویل چې دوی په زابل کې ۳۰ تنه افغان شیعه ګان نه دي برمته کړي.

 

نژدې دوه اوونۍ پخوا مول وهونکو وسله والو له دوو بسونو ۳۱ تنه هزاره افغانان، چې له ایرانه خپلو کورونو ته روان ول، د زابل په شاهجوۍ ولسوالۍ کې کښته کړل او نامعلوم لور ته یې په مخه کړل.

 

د سیمې خلک وايي چې وسله وال ترهګر د داعش غړي دي چې له طالبانو څخه بېل شوي کسان دي.

 

خو تراوسه هیڅ ډلې د دغو کسانو د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د پیسو لپاره د خلکو تښتول هم عامه چاره ده.

 

وسله والو طالبانو، چې مرکزونه یې په پاکستان کې دي او د ډېرو کسانو د برمته کولو مسوولیت په غاړه اخلي، د جمعې په ورځ پاکستاني رسنیو ته ویلي چې په زابل کې ۳۰ تنه افغان مسافر دوی نه دي تښتولي.

 

د طالبانو د ملا عمر د ډلې ویندوی قاري یوسف احمدي پاکستاني رسنیو ته ویلي:«موږ فکر کوو پکار ده چې خپلو هیوادوالو ته اعلان وکړو چې دا قضیه زموږ له مجاهدینو سره تړاو نه لري، او موږ پکې لاس نه لرو.»

 

افغان امنیتي ځواکونو په خاک افغان ولسوالۍ کې، چې ګومان کېږي ترهګرو برمته کړي کسان هلته وړي دي، عملیات کړي او ادعا کوي چې په لسکونو داعشیان یې وژلي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.