ولسمشر غني د عبدالله عبدالله دندې او صلاحیتونه مشخص کړل
د آزادی راډیو
08.10.1393
ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان په ترڅ کې د اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دندې او صلاحینونه مشخص کړي دي.
په دغه فرمان کې چې په یوشمیر ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی؛ د اجراییه رییس صلاحیتونه په دې ډول ښودل شوي دي.
د وزیرانو د شورا د جلسې مشري، د کابینې او امنیت شورا په غونډو کې غړیتوب؛ د بین الوزراتي پروګرامونو په پلي کولو کې اجرايي همغږي؛ د وزیرانو د شورا د فرعي کمیټو جوړول او مشري کول؛ د وزیرانو شورا د کاري پلان منظورول او د کابینې غونډې ته یې د تطبیق راپور برابرول.
دغه راز د یو خپلواک بودجوي واحد په توګه د اجراییه ریاست او مدیریت او د وزیرانو شورا د دارلانشا د دفتر مشري؛ د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې د اجراییه ریاست او د وزیرانو شورا د دارلانشا د کارکونکو ګمارل او لرې کول، د افغانستان په ټولو رسمي او تشریفاتي غونډو کې د ولسمشر تر څنګ ګډون؛ ولسمشر ته د کاندید وزیرانو وړاندیز او د قانون د احکامو له مخې له ټولو وزارتونو څخه د راپورونو اخیستل او د عملي کولو په برخه کې یې د لازمو اصلاحاتو راوستل هم د اجرایي رییس صلاحیتونه دي.
که څه هم دغه فرمان په رسمي ډول له رسنیو سره نه دی شریک شوی؛ خو د چارو د ادارې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ ازادۍ راډیو سره په خبرو کېدغه فرمان چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی تاید کړی دی.
د حقوقي چارو کارپوهان د دغه فرمان له مخې د اجراییه رییس د صلاحیتونو په اړه وايي چې یو شمېر دغه صلاحیتونو د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشر دي او بل هیچاته د انتقال وړ نه دي.
د حقوقي چارو یو کارپوه اجمل هوډمن په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:
“کوم صلاحیتونه چې ولسمشر اجرايي رییس ته په خپل فرمان کې ورکړي دي؛ البته یو شمېر یې ډېر مهم او جدي نه دي اما په دوه درې مواردو کې لکه د وزیرانو د شورا د غونډو مشري دا د اسیاسي قانو له مخې د جمهور رییس صلاحیتونه دي او جمهور رییس نه شي کولای چې چاته یې انتقال کړي.”
د یادونې ده چې د افغانستان د اجراییه رییس د صلاحیتونو په اړه په دغه فرمان کې د اجراییه رییس دندې هم په ګوته شوي دي.
په دغه فرمان کې دا هم راغلي دي چې اجراییه رییس به د اساسي قانون د تعدیل او د صدراعظمۍ د پوست تر رامنځته کېدلو پورې خپلې دندې ته ادامه ورکوي.
اجرایي ریاست وروسته له هغې رامنځ ته شو چې د اوسني ولسمشر او اجرایي رییس ترمنځ انتخاباتي نانندریو ډیر وخت ونیو او بلاخره د امریکا په منځګړیتوب دواړو مشرانو داسې یوه حکومت ته غاړه کیښوده چې یو ولسمشر او بل اجرایي رییس وي.
راپور : اجمل تورمان
نظرات بسته شده است.