د بېخوبۍ ستونځه او پنځلس ګټورې مشورې

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

پدی وروستیو کلونو کی په ځانګړی ډول د پرمختللو هیوادونو په شتمنو ټولنو کی ټولنیزو اړیکو داسی بدلون موندلی چی هلته د معنوی ارزښتونو پله ترلویه بریده سپکه شویده او ورسره سم یو لړ روانی ستونزی را زیږیدلی چی ورځ تر بلی پراختیا مومی . یوه له دی ډول ستونزو څخه هم بیخوبی ده چی د ټولنی بیلابیل قشرونه یی له ګریوانه نیولی دی .

    د ډنمارک هیواد د Aarhus په ښار کی د کوفوئیل ښوونځۍ  Kofoeds Skole پنامه یوه موسسه ده چی د بیلابیلو ستونزو لرونکو کسانو سره د کار موندلو او د کار دپاره د اماده کولو په موخه مرسته کوی . دغه موسسه یو مهالنۍ براشور هم خپروی چی د « زده کوونکی پاڼه Elevblade  » نومیږی . د نوموړی براشور د ۲۰۱۲ کال د جون په ګڼه کی دهغو کسانو دپاره چی د بیخوبۍ سره په جګړه کی شکیل دی ، دمرستی په موخه څومشوری نشر شوی چی د لوستونکو د پاره ګټوری بریښی ځکه یی نو پښتو بڼه په لاندی کرښو کی وړاندی کوم :

1.د ورځی په اوږدو کی فزیکی فعالیت د انسان په بدن کی د ستړیا لامل ګرځی او د استراحت د پاره اړتیا منځته راولی . دا کار بیا بدن دی ته یی اړ باسی چی د شپی پر وخت ارام ویده شی ، ځکه نو باید تر وسه وسه د ورځی لخوا فزیکی بوختیا و لټوله شی . که داسی نه نو پکار ده د شپی له خوب نه یو ساعت وړاندی په ازاده هوا کی د څه وخت دپاره چکر او پیاده تګ تر سره شی .

2.د شپی له خوب نه مخکی یو ګرم شاور اخیستل هم د ارامتیا لامل ګرځی چی داکار بیا دویده کیدو سره مرسته کوی .

3. تر وسه وسه پکار ده چی د شپی د خوب نه مخکی د سخت او درانه فزیکی او همدارنګه د هیجانی هڅونکو کارونو څخه ډډه وشی ځکه چی دا کار خوب تښتوی . ددی شی په خلاف په زړه پوری سکسی فعالیت ( جنسی مقاربت ) روحی ارامونکی اغیز ښندی چی دا بیا پخپله د ارام خوب سره ډیره مرسته کوی .

4. په کارده چی د خوب د خونی هوا تازه او د ۱۶ – ۱۸ درجو پوری مناسب تودوخۍ ولری . که د خوب خونه له دی نه ډیره سړه او یا ډیره ګرمه وی ، دخوب دپاره مناسبه هوا نده او اکثره کسان پداسی هوا کی خوب نه وړی .

5. د شپی له مخی باید هیڅکله هم قهوه ، چای یا کولا ونه چښل شی داځکه چی ټول کافیئن Caffeine لرونکی مایعات هیجان راوړونکی او پارونکی اغیز لری . داسی خواږه توکی لکه شوکلات هم پدی ډله موادو کی راځی .

6. په ډیره  وږی یا ډیره مړه ګیډه بستر ته تګ پکار ندی . بستر ته د تګ له وخت نه تر درو ساعتونو مخکی پوری باید د خوراک نه ډډه وشی داځکه چی ډکه ګیډه د شپی خوب نا اراموی او بیخوبۍ ته لمن وهی .

7. د الکولو څخه د خوب راوړونکی درمل په توګه باید ډډه وشی . الکول سړی ژر ویدوی مګر تر هغه وخته چی الکول په وینو کی وی ، رښتینی ژور خوب تر فشار لاندی راځی ، یوازی سربیرنه بڼه اخلی او وخت په وخت سړی ویښیږی . پدی توګه د خوب کیفیت ټیټ او راتلونکی ورځ دستړیا احساس کیږی .

8. د بیخوبۍ څخه ځانګړی ډار پکار ندی ، دا ډیره غیرنورمال خبره نده چی د یوی مودی دپاره خوب خراب وی . په ټولیز ډول سړی له هغه نه زیات ویدیږی چی دی فکر کوی .

9. د کار پرابلمونه د ځانه سر بستر مه راوړی . په بستر هغه څه مه لوله چی د ورځنی کار سره اړه لری او استراحت دی تر خپل اغیز لاندی راولی . د خوب بستر ته تر راتلو  نه  مخکی داسی څه مه لوله چی هغه دکار سره تړاو ولری او یا د فکر کولو اړتیا رامنځته کوی ، ددی پرځای ښه داده چی پدی وخت کی استراحت وشی ، یو په زړه پوری کتاب ولوستل شی ، موزیک وارویدل شی او یا دی ته ورته په یوه شی لګیا شی .

10.  د خوب بستر ته باید سړی یوازی هغه وخت ولاړ شی چی خوب ورغلی وی او اړتیا یی لمس کیږی . دا کار باید دخوبجن حالت په وړاندی یو غبرګون وی چی سړی په بستر کی وغځیږی او خوب ته ور لاهو شی . پدی توګه باید بستر یوازی د خوب او سکس د پاره ځانګړی شوی وی  او یوازی پدغه موخه و کارول شی .

11. کله چی په بستر کی لټ پر لټ اوړی او خوب نه درځی ، ښه داده چی د بستر نه سړی پاڅی او بستر خوشی کړی . ددی تشویش سره په بستر کی پروت پاته کیدل چی ولی خوب نه راځی ، دا پخپله د بیخوبۍ لامل ګرځی . ډیری کسان شته چی دبستر څخه یی د پاڅیدو او ویښ پاته کیدو دلاری پر بیخوبۍ باندی برۍ ترلاسه کړیدی .

12. د انسان مغز پخپل ځان کی یو داخلی ساعت لری چی روزمره نژدی په هرو ۲۵ ساعتونو کی کله چی سړی له خوبه پاڅیږی ، د صفر څخه پیل کیږی . ځکه نو پکار ده هره ورځ پر ټاکلی وخت بیله ددی خبری په پام کی نیولو سره چی څومره زیات یا کم ویده شوی یو ، له خوبه پاڅو . دا موضوع د رخصتیو په ورځو کی هم باید په پام کی ونیول شی یانی ښه دا چی پر ټاکلی وخت له خوبه پاڅی .

13. هغه څوک چی دشپی لخوا دبیخوبۍ ستونزه لری ، باید هیڅکله هم د ورځی لخوا ویده نشی . که د بیلګی په توګه د چا د خوب اړتیا په ټولیز ډول په ۲۴ ساعتونو کی ۶ ساعته وی او ۲ ساعته غرمه ویده شی نو شپی ته یوازی ۴ ساعته د خوب استحقاق پاته کیږی چی دا ډیر لږ دی او نوره ټوله شپه به مجبور وی بیخوبه لټ پرلت واوړی .

14. د خوب د درملو څخه باید په منظم ډول مرسته وا نه خیستل شی . د خوب د ځینو درملو اغیز  ان په راتلونکی ورځ کی هم پاته وی او ډیری ډولونه یی د عادت نیولو لامل ګرځی چی اعتیاد منځته راولی . د خوب ځینی تابلیتونه شته چی کیدلای شی کله ناکله ( نه هر شپه ) وخوړل شی ، دا کار دبیخوبۍ په وړاندی مرسته کوی .

15. ان د یوی بیخوبه او ناارامی شپی وروسته هم پکار ده چی پر نورمال وخت له خوبه پورته او تر وسه وسه کوښښ وشی ټوله ورځ ویښ ياته شی کنه نو دا ریسک شته چی راتلونکی ۲۴ ساعته به هم د بیخوبۍ سره لاس او ګریوان پاته شی .

 د ژباړی پای

یادوونه : دا خو هغه څه وه چی له یاد شوی براشور نه پښتو ته و ژباړل شوه . لدی مشورو برسیره د لاندی ټکیو په پام کی نیول هم زما د خپلو شخصی تجربو له مخی پدی اړوند ډیره ګته لری :

1.د خوب په هیله په بستر کی تر پریوتو وروسته دکوم تکړه لیکوال د لنډو کیسو څخه یوه خوږه کیسه او یا هم د کوم غوره شاعر له دیوانه څو په زړه پوری شعرونه لوستل .

2.د ژوند د خوږو خاطرو څخه که عشقی وی یا ټوکه ایزه یوه په زړه پوری خاطره را یادول او د ځانګړو خوږو اړخونو په هکله یی فکر کول .

3.پر پاسته بالښت باندی د سر ایښودلو داسی مناسب حالت غوره کول چی دسر او غاړی هیڅ ځای تر فشار لاندی نه راولی .

4.د څراغ وژلو وروسته په پټو سترګو په غځیدلی حالت کی د څو اوږدو دقیقو دپاره ژور ژور تنفس کول .

5.او نوری ارویدلی تجربه شوی مشوری په پام کی نیول .

ـ لوستونکو ته هره شپه د ژور او ارام خوب په هیله !

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.