یو شمېر طالب مشران د سولې د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللي

 

 

تاند- طالبانو ته یوه نژدې سرچینه وايي، د دې ډلې یو شمېر خوابدي مشران د دوهم ځل لپاره د عمرې په نوم سعودي عربستان ته تللي څو د افغانستان په سوله کې د دغه هیواد د رول غوښتنه وکړي.

سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، تاند ته وویل چې سعودي عربستان ته په تللي طالب پلاوي کې، چې مشري یې عبدالرحمن زاهد کوي، مولوي مسلم حقاني، ملا نصرالله، مولوي احمد رباني او شیخ نظر محمد رباني شامل دي.

سرچینه وايي، دا کسان نه د ملا محمد رسول اخوند او نه د طیب اغا جان معتصم له ډلو سره تړاو لري بلکې د ملا هیبة الله اخوندزاده د ډلې مخکښ غړي دي.

سرچینې سعودي عربستان ته د دې ډلې د سفر هدف د سعودي شیخانو په منځکړتوب د افغانستان د سولې له شورا سره خبرې وبللې.

د افغان طالبانو رسمي ویندویانو تراوسه پوري سعودي عربستان ته د دې ډلې د پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

خو دا معلومات نن په داسي حال کې تاند ترلاسه کړل چې امریکايي رسنیو د سولې خبرو ته د طالب مشرانو د لېوالتیا او د ۲۰۱۶ کال په نوومبر کې له طالبانو سره د لوېدیځوالو د خبرو جزییات خپاره کړل.

د (وار آن راکس) خپرونې د راپور له مخې، د لندن پوهنتون د نړیوال امنیت استاد او د ټولنیزو علومو او هنر پوهنځي رييس تیو فاریل او مایکل سیمپل (Michael Semple) له طالبانو سره ‍۱۰ ورځې اوږدې خبرې کړي او د طالبانو له خبرو ورته څرګنده شوې چې اکثره طالب مشران له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته جګړې ته لېوالتیا نه لري او حتي فکر کوي چې روانه جګړه د افغانانو له وژلو او د افغانستان له ورانولو پرته بله نتیجه نه لري.

وار آن راکس خپرونې نن د تیو فاریل په قلم په دې اړه په مفصل راپور کې ویلي چې دوی ته داسي ښکاره شوې چې د طالبانو نوی مشر ملا هیبة الله اخوندزاده پر طالبانو بشپړ کنټرول نه لري.

دی وايي چې له طالبانو سره د دوی د خبرو هدف دا و چې د سولې په اړه د نوي طالب مشر نظر معلوم کړي.

دی زیاتوي چې له ۷ مهمو او مطرح طالب مشرانو سره یې له افغانستانه دباندې خبرې وکړې او له هر یوه سره جلا جلا په ساعتونو ږغېدلي دي.

دوی له دې خبرو دا نتیجه اخیستئ چې د ډېرو طالب مشرانو ذهنیت بدل شوی او فکر کوي چې باید د افغانستان مسله نور په سوله ییز ډول حل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.