یو حکومتي پلاوی د هلمند وضعیت د ارزونې لپاره دې ولایت ته ځي

 

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د جمهوري ریاست خبرپاڼه وايي، دا پلاوی هلمند کې د وضعیت د څېړنې او د ستونزو د ارزونې لپاره هغه ولایت ته روان دی.

د خبرپاڼې په حواله، جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د وېډيو کنفرانس له لارې، هلمند کې له یو شمېر پوځي او ملکي چارواکو سره د هغه ولایت پر وضعیت خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې د هلمند والي، په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان، د دغه ولایت د ملي امنیت رئیس او عبدالجبار قهرمان د امنیتي وضعیت او په ځانګړي ډول د مارجې او سنګين ولسوالیو د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي.

په خبرپاڼه کې هلمند ته د روان پلاوي د تشکیل په اړه څه نه‎دي ویل شوي.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني هلمند کې د امنیتي ځواکونو د فعالیت ستاینه کړې خو هلته‌یې د بېلابېلو امنیتي ادارو تر منځ د هماهنګۍ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
وسله‎والو طالبانو د دوشنبې په سهار پر سنګین ولسوالۍ پراخه حمله وکړه او د پولیسو یو شمېر پوستې یې هم ونیولې.

خو د هلمند د والي د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو د وسله‎والو طالبانو حمله په شا تمبولې او سیمې ته‌ نوي ځواکونه استول شوي دي.

بل‌خوا د سنګین د ټولنیزې شورا غړي محمد داود پرون د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې که سنګین ته بېړڼۍ پاملرنه ونه‎شي او هلته پرتو امنیتي ځواکونو ته اضافي مرسته ونه‎شي، دا ولسوالۍ ښايي سقوط وکړي.

ښاغلی محمد داود وايي:

“د ولایت مقام، د قوماندانۍ مقام او د ولایتي شورا مقام موږ خبر کړي چې سنګین ولسوالۍ کې حالت تر پخوا سخت شوي دي، خلک له تباهۍ سره مخامخ دي نو که جدي او حتمي کمک ورونه‌رسېږي، نور تلفات هم پېښېږي. که دولت دا ولسوالۍ ساتلی شي نو ښه که یې نه‌شي ساتلی تر څو به موږ د غیر په نوم مروو؟”

د سنګین د ټولنیزې شورا یو شمېر غړو ازادي راډیو سره په مرکو کې ادعا کړې چې وسله‎والو طالبانو په جګړه کې له درنو وسلو کار اخیستی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک خبریالانو ته ویلي چې پر سنګین په پرونۍ حمله کې ۱۳ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.
وسله‎والو طالبانو ادعا کړې چې سنګین کې یې د پرونۍ حملې پر مهال تر ۲۰ زیاتې امنیتي پوستې نیولي خو حکومت‌يې ادعا رد کړې ده.

د جرمني خبري اژانس وايي، د ملي امنیت شورا له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتنه کړې چې سنګین کې د امنیتي وضعیت په اړه دې جزئیات نه‌خپروي.

خو د جرمني خبري اژانس سنګین ولسوالۍ کې د یوه قومي مشر حاجي صیف‌الدین سنګینوال په حواله لیکلي چې د ولسوالۍ بازار له خلکو تش شوی دی، د بازار نېږدې ۴۰۰۰ دوکانونه بند دي او وضعیت ناکرار دی.

ښاغلي سنګینوال زیاته کړې چې سنګین ولسوالۍ کې لږ تر لږه هره میاشت دوه واره د امنیتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو تر منځ داسې درنې جګړې پېښېږي چې د ملکي خلکو لپاره‌يې عادي ژوند ګران کړی دی.
راسره ملګري شئ
اړيکه
زموږ سره اړیکې
معلومات
زموږ په اړه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.