یوناما په ۱۰ میاشتو کې تر ۸ زره زیات ملکي افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې خبرې به هله نتیجه ورکړي چې په کې د ټولنې د ټولو اقشارو نظرونه شامل وي.

د افغان حکومت لخوا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د هڅو په لړ کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له طالبانو سره غېرې رسمي لیدنې کتنې او خبرې شوي.

د دې شورا رئیس کریم خلیلي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په يوه مشورتي ناسته کې وویل چې د دغو غیري رسمي لیدنو په ترڅ کې دا جوته شوې چې طالبان هم سولې ته لېوالتیا لري.

ښاغلی خلیلي وايي، د دوی هڅې د افغانانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو لپاره دي.
نوموړي زیاته کړه:

“موږ هله سولې ته رسېدای شو چې په هغه کې د ټولو خلکو نظرونه واخیستل شي او زه خوښ یم چې په دغه موده کې موږ له مقابل لوري سره يو ډول د نظر تبادله لرله، که څه هم دغه چاره رسمي نه بلکې غیري رسمي وه، خو زه باور لرم چې يوه ورځ به ښکیلې خواوې په اکثریتو رایو سره د سولې پلویان وي.”

ښاغلي خلیلي زیاته کړه چې د سولې خبرې هله مثبتې پایلې لرلای شي چې په کې د ټولنې د ټولو اقشارو نظرونه شامل وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د رئیس په خبره،دغې شورا سولې ته د رسېدو لپاره د سولې ملي اجماع رامنځته کړې چې له لارې به یې د سولې د خبرو اترو لپاره د افغانستان د ټولو خلکو نظرونه واخیستل شي.

د دوی په خبره سولې ته د رسېدو په لار کې افغانان متحد شوي او دغه بهیر اوس يو حساس پړاوو ته داخل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړاوو د بېلا بېلو هېوادونو له چارواکو سره لیدني کتنې پيل کړي دي او په دې تړاو یې له افغان چارواکو سره هم خبرې کړي دي.

له دې وړاندې په قطر کې د طالبانو د يوه پلاوي او امریکايي چارواکو ترمنځ لیدنې کتنې تائید شوي او په سعودي عربستان کې د دغې ډلې سره د افغان چارواکو د خبرو اترو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

شااوخوا څلور میاشتې وړاندې هم د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي و چې د طالبانو له يو شمېر مشرانو سره يې د ويډیو کنفرانس له لارې د افغانستان په روان وضعیت بحث او خبرې کړي دي.

خو وسله والو طالبانو تل ټینګار کړی چې د افغان حکومت سره نه بلکې له امریکا سره غواړي نېغ په نېغه خبرې وکړي.

بلخوا يو شمېر سیاسي څېرو چې په دغه ناسته کې یې ګډون درلود وویل؛ افغانان د سولې تږي او دغه هیلې ته د رسېدو لپاره يوه ځانګړي میکانیزم او جامع طرحې ته اړتیا ده.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال او سیاسې څېرې يونس قانوني په دې اړه داسې وویل:
​”کوم څه چې مهم دي هغه د سولې څرنګوالی، د سولې لپاره طرحه او نتیجه يې ده چې په اړه يې باید د افغانستان خلک خپل نظرونه ورکړي، د سولې لپاره يوې جامع طرحې او ښکاره طرحې ته اړتیا ده چې له بده مرغه تر اوسه د کوم لورې لخوا داسې طرح نه ده مطرح شوې.”

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک ټینګار کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره د زمینې برابرولو کې د سیمې د هېوادونو همکاري يو لوی پرمختګ دی.

بلخوا د سیاسي چارو کارپوه عمادالدین سراجي وايي، دا شان مشورتي ناستو ته په کتو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پېلېدو ته هیلې زیاتېږي.

راپور: محمد واصل وصال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.