کونړ کې د افغان او پاکستانیو پوځیانو ترمنځ نښتې شوې
تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲۵) په کونړ ولایت کې د افغان او پاکستانو پوځیانو ترمنځ په ځینو سیمو کې نښتې شوې دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي جګړه هغه رامنځته شوې کله چې پاکستاني لوري د ډیورنډ پر فرضي کرښې نوي تحرکات پيل کړل او پر کونړ یې توغندي وتوغول.
مصمم وایي د پاکستانیو او افغان پوځیانو ترمنځ نښته نن شاوخوا یوه بجه پيل شوه چې اوس دریدلې ده.
د نوموړي په خبره لومړني معلومات دا دي چې په دې نښته کې ۵ ملکیان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
هغه وویل ښایي په مرګ ژوبله کې تغیرات راشي.
د والي ویاند وایي پاکستاني لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه یې کره جزیات په لاس نه لري.
په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د ډیورنډ په فرضي کرښې زیات تحرکات پيل کړي، چې سخت غبرګونونه یې هم راپارولي دي.
تازه یې دننګرهار دوربابا په څڅوبي سیمو کې هم د ډیورنډ پر فرضې کرښې نوې دروازه جوړه کړې ده.
نظرات بسته شده است.