کورنیو چارو وزارت: د سترو ملي پروژو په وړاندې یو شمېر هېوادونه خنډونه جوړوي

 

دآزادی راډیو

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کوم خاص هېواد نوم نه‎اخلي خو وايي، په افغانستان کې د سترو ملي او اقتصادي پروژو په وړاندې د سیمې زیات شمېر هېوادونه خنډونه جوړوي.

د کورنیو چارو وزارت دا خبره وروسته له هغې کوي چې تېره ورځ په لویدیځ هرات کې د مخالفو وسله‎والو یوه ډله چې په وینا یې ګاونډي ایران ورته په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو د حملې دنده سپارلې وه، د سولې له بهیر سره یوځای شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ که څه هم ازادي راډيو ته د سولې له پروسې سره د یو ځای شویو کسانو ادعاوې رد نه‎کړې، خو ټینګار يې وکړ چې دوی به په دې اړه پلټنې وکړي.
نوموړی وايي:

“موږ څېړنې پیل کړي، اوس له وخت مخکې ده چې په اړه یې خبرې وشي، که ولیدل شول، موږ به یې په اړه نظر څرګند کړو، په سیمه کې ځینې مغرض هېوادونه شته چې نه غواړي افغانستان کې سترې اقتصادي پروژې پلي شي، خو موږ به چاته اجازه ورنه‎کړو.”

ښاغلي دانش وویل چې په افغانستان کې د ټاپي په ګډون د ټولو سترو اقتصادي او ملي پروژو د ساتنې په هدف یو لوی امنیتي پلان چمتو شوی او افغان امنیتي ځواکونه په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ په لویدیځ هرات ولایت کې د ټاپي پروژې عملي کارونه پیل شي، افغان امنیتي ارګانونو ویلي چې د دغه پروژې د افتتاح لپاره يې په لویدیځ هرات کې ټینګ امنیتي تدابیر نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د ټاپي په ګډون د ټولو پروژو امنیت ته اقدامات کوو.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې تېره ورځ په هرات کې د وسله‎والو یو لس کسیزه ډله چې په دې مراسمو د حملې دنده ورکړل شوې وه، د سولې له پروسې سره یو ځای شوه.

د دغه ډلې قوماندان محمد ایوب علیزي رسنیو ته ویلي چې ایران ورته د مالي او پوځي امکاناتو د برابرولو ترڅنګ په ایران کې دننه پوځي روزنه ورکړې او د بېلابېلو وسلو د کارولو طریقه يې هم ورښودلې ده.

ازادي راډیو په دې اړه په کابل کې د ایران سفارت له چارواکو سره خبرې وکړې، خو اړیکه یې چا ځواب نه‌کړه.

له دې وړاندې په سلما برښنا بند هم د حملې د هڅې پړه پر ایران ور اچول شوې وه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د اوبو د مدیریت په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د څرګندونو وروسته ایراني چارواکو په ښکاره غبرګون وښوده، ويې ویل چې ایران به په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړېدو په وړاندې بې تفاوته پاتې نه‎شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي له حکومته د ټولو سترو اقتصادي پروژو د ښه امنیت د خوندیتوب غوښتنه کوي.

د دې کمېسیون غړي صالح محمد صالح ازادي راډيو ته وویل:

“په دې کې شک نشته چې د دغه ډول ملي پروژو تطبیق په اوسنیو شرایطو کې چې له یوې‌خوا په افغانستان کې جګړه روانه ده او له بلې‎خوا سیمه‎ییز رقابتونه سخت دي، خو بیا هم افغان حکومت باید په هر شکل چې وي له خپلو ټولو امکاناتو نه په ګټې اخېستنې د دغه ډول پروژو امنیت ونیسي، څو وکولای شي دغه پروژه په بریالیتوب سرته ورسول شي.”

ښاغلي صالح ټینګار کوي چې حکومت باید د ملي پروژو په وړاندې د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان چلند ته په پام سره د دې پروژو د امنیت د ټینګښت لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

راپور: اکرام الله اکرام

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.