کورنیو چارو وزارت: تیر یوه میاشت کې ۱۹۳ملکیان او ۲۰۱ امنیتي سرتیري وژل شوي

دآزادی راډیو

په افغانستان کې د سږکال روژې میاشت تر ټولو مرګونې میاشت وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، په تیرې یو میاشت کې ۱۹۳ تنه ملکیان او ۲۰۱ امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د دوشنبې په ورځ سهار په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: “امنیتي، دفاعي او کشفي ځواکونو په عملیاتو کې چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په تېره یوه میاشت کې ترسره شول، یو زرو یو سلو ۳۱ تنه وسله وژل شوي، ۱۹۳ تنه ملکیان هم د وسله‌والو مخالفانو په بمي بریدونو، چاودنو او سړک تر غاړې مایونونو کې وژل شوي او ۲۰۱ تنه امنیتي سرتیري هم وژل شوي دي.”

خو د ښاغلي رحیمي تر څرګندونو ورسته د همدغې ورځې په ماسپښین په کابل د اداري اصلاحاتو د کميسیون د کارکوونکو په یو کاسټر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه چې د کورنیو چارو وزارت تر پېښې یو ساعت وروسته ازادي راډیو سره په خبرو کې د وژل شويو شمېر پنځه او د تپیانو شمېر لس تنه وښود.
محمد زاهد د وژل شوي محمد اصف فروتن ورور دی چې د روژې په مبارکه میاشت کې د کاونټر پارټ نړېوالې موسسې په برید کې ووژل شو.

دی وايي، ورور یې د کابل پوهنتون د درې ادبیاتو له ماسټرۍ په لومړي درجه فارغ شوی و چې ټولې هېلې نیمګړې پاتې شوې: “هغه خپله ماسټري له کابل پوهنتونه ترلاسه کړې وه، پوهندوي رتبه یې سږکال تکمیل کړي وه او غوښتل یې د دوکتورا لپاره له هېواده بهر پاکستان، ایران یا هم جاپان ته ولاړ شي”

له محمد اصف فروتنه درې لوڼې او درې زامن پاتې شول.

زاهد وايي، ورور یې دندې ته د تلو پرمهال ووژل شو: “شهرنو کې یې دنده لرله، کله چې دفتر ته نږدې شوی و، د دفتر ګارد یې ورسره ستړي مشي کړې وه او وروسته چې غوښتل یې دفتر ننوځي برید وشو او ځای پرځای ووژل شو.”

د روژې په میاشت کې د کابل د کاونټر پارټ په نړېوالې موسسې دغه برید کې ۹ کسان چې پنځه پولیس، درې ملکي وګړي او یو ساتونکی په‌کې شامل وه، ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

کابل پولیسو د “کاونټر پارت” پر مؤسسې د حملې په اړه استخباراتي اطلاع نه‌درلوده
په ورته وخت کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې “سي پي اې جي” بیا په تېر مې میاشت کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو خبره کوي.

د دغې ډلې په خپل راپور کې ویلي چې په مې میاشت کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې ۵۲۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۸۹ ملکیان وژل شوي او ۳۴۰ نور ټپیان شوي دي.

سره له دې چې وسله‌والو طالبانو اوربند رد کړی او د جګړې په دوام یې ټينګار کړی، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد دغې ډلې د پیغام له یوې برخې خوښې ښودلې ده.

ښاغلي خلیل‌زاد په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي، طالبانو په اختریز پیغام کې تر یوه حده د سولې ملاتړ کړی او د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو ته یې لېوالتیا ښودلې.
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad

@US4AfghanPeace
The Taliban leader’s Eid statement provides some welcome support for the #AfghanPeaceProcess and a desire to participate in dialogue with other Afghans and in a final political settlement that will require power sharing. All good things.

526
11:18 AM – Jun 2, 2019
Twitter Ads info and privacy
178 people are talking about this
د دې سربېره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر “یوناما” هم د ملکي مرګ ژوبلې له زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.