کندهارکې هوایي برید د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

 

تاند ( یک شنبه، د قوس ۲۳) د کندهار ولایت اوسېدونکي وایي په ارغنداب ولسوالۍ کې تېره شپه د هوايي برید له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.

دوی وايي تیره شپه د کندهار ولایت ارغنداب په ولسوالۍ کې هوایي برید شوی چې، له امله یې د یوې کورنۍ ټول غړي چې، ۷ کسان دي وژل شوي دي.

دوی وایي په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ځايي خلکو د اعتراض په ډول د وژل شویو کسانو جسدونه د کندهار ولایت د مقام مخې ته راوړي او د عدالت غوښتنه کوي.

دوی وایي که حکومت يې پوښتنه ونه کړي نو دوی به په لویو حکومت ضد اعتراضونو لاس پورې کړي.

لاریون کوونکي د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې، په جګړه کې دې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.

بل لورته افغان حکومت تر دا مهاله د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې په هوایي بریدونو کې ملکیانوته مرګ ژوبله اوړې له دې وړاندې هم په ځلونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې عام خلک په نښته شوي او وژل شوي خو د عامو خلکو په خبره حکومت یې پوښتنه نه ده کړې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.