کابل کې غبرګو چاودنو مرګ ژوبله اړولې

 

تاند (شنبه د جوزا ۲۲) د کابل پولیس وايي چې د ښار په لوېدیځه څنډه دشت برچي کې پر دوو ټونس ډوله موټرو چادودنې شوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیاء ضیاء ویلي چې دغه چاودنې نن ماسپښین څه کم درې بجې په دیارلسمه او شپږمه امنیتي حوزو کې شوي دي.

د هغه په خبره، د دوی لومړني معلومات ښيي چې په دغو چاودنو کې پنځه ملکیان وژل شوي دي او ښايي د مرګ ژوبلې په شمېر کې زیاتوالی راشي.

تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په روانه میاشت کې په یاده سیمه کې د ملکي وګړو پر موټرو څلورمه چاودنه ده چې رامنځته کیږي.

تر دې مخکې هم په دغه سیمه کې د ملکي خلکو پر کاسټر او ټونس ډوله موټرو چاودنو کې شااوخوا ۲۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي و.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.