کابل کې د جمعیت اسلامي ګوند په غونډه برید شوی

 

تاند (پنجشنبه د حوت ۲۸) په کابل کې د هوایي ډګر پر سړک په یوه هوټل کې، چې د جمعیت اسلامي ګوند د عطامحمد نور د څانګې غونډه پکې روانه وه وسلواله نښته شوې ده.

په پام کې وه چې نن د جمعیت اسلامي د عطا محمد نور څانګه خپله کنګره دایره کړي، چې د غونډې پرمهال لومړی جنجال رامنځ ته شوی او بیا ډزې شوې دي.
د عطا محمد نور په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند مطبوعاتي مسؤل مرتضی جلالي ویلي چې په استقلال هوټل کې د دغه ګوند له لوري په جوړه شوې غونډه کې ډزې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې دا ډزې د صلاح الدین رباني کسانو کړي او غونډه یې اخلال کړې ده، خو په وینا یې چې حالت بېرته کنټرول شوی دی.

جلالي ګواښ کړی که نښته دوام وکړي بریدګر به ووژل شي.

د مرتضی جلالي د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې کوم چاته په کې زیان نه دی اوښتی.

له بلې خوا د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند مطبوعاتي مسؤل عبدالفتاح احمدزي دغه څرګندونې بې اساسه بللي او زیاته کړې یې ده چې په دې ناسته کې د دوی هېڅ وسله وال او بې وسلې کس ګډون نه دی کړی.

په ورته وخت کې ویل کېږي چې په کابل کې د عطا محمد نور کور هم محاصره شوی دی، خو د یاد ګوند ویاند په دې هکله بې خبري ښودلې ده. پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.