کابل کې د امریکا سفیر: دری ورځني اوربند ته په کتو دایمي اوربند هم کېدای شي

 

دآزادی راډیو

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتونو سفیر وايي، د اختر درې ورځني اوربند دا وښوده چې په افغانستان کې دایمي اوربند هم کېدای شي.

جان بس وايي، که په افغانستان کې د لنډ مهال لپاره اوربند کېدای شي نو لېرې نه ده چې د اوږد مهال لپاره هم اوربند وشي.

جان بس د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د ګډون او پیاوړتیا په نوم ملي ناستې ته د وینا پرمهال وویل چې د اختر درې ورځني اوربند دا وښوده چې په دغه هېواد کې بدلون راتلونکی دی.

نوموړي زیاته کړه چې چې هېڅ چا دا تصور نه کاوه چې د جګړې ښکېل اړخونه نه پر يوه ټغر سره کیني او په ګډه دې اختر ولمانځي.

نوموړي زیاته کړه:

“هېڅ چا دا تصور نشوای کولای، هغه خلک چې د يو بل په وړاندې جنګېدل، سره مخامخ په يوه ټغر راټول شي او څو ورځو لپاره ټوپک په ځمکه کېږدي، خو موږ ولیدل چې دا هر څه وشول نو دغه هېواد چې دغه چاره د لنډ مهال لپاره کولای شي ممکن ده چې د اوږد مهال لپاره یې هم شونې کړي.”

ښاغلي بس وویل، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هر راز همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر په لومړي ځل د جوزا پر ۱۷مه نېټه له طالبانو سره اوربند اعلان کړ چې د اختر تر پنځمې نافذ شو.

د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ

تر دې وروسته وسله ‎والو طالبانو هم د اختر په درېیو ورځو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې اوربند اعلان کړ.

افغان حکومت تر هغه وروسته له خپل لوري اعلان شوی اوربند تر نورو لسو ورځو وغځاوه، خو طالبانو د اختر تر درېیمې وروسته بېرته بریدونه له سره پیل کړل.

له دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس هم ویلي چې د افغانستان د حکومت او وسله طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په برخه کې ریښتني نښې نښانې ویني.

مټېس ویلي، د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند پرمهال هرڅه هڅوونکي وو.

په دې ورستیو کې په افغانستان کې د سولې د راتلو او د اوربند د ټینګښت لپاره په ملي او نړیواله کچه هڅې زیاتې شوي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د شوي اوربند هم پراخ ملاتړ شوی.

خو له‎ دې ټولو خوشبینیو سره-سره وسله‎ والو طالبانو د دوشنبې په ورځ د اوربند د غځولو په برخه کې د مدني فعالانو او قومي مشرانو غوښتنه رد کړه.

بلخوا د افغان حکومت اجرائیه رئیس هم يادې ناستې ته په وینا کې اوربند يو نیک اقدام وباله خو ټینګار يې وکړ چې که دغه کار سیاسي ګوندونو سره په مشورې او خلکو ته د اوربند په اړه د معلوماتو له ورکولو وروسته شوی وای نو اغېز به یې لا ډېر وای.

اوربند، اختر له طالبانو سره د محمد اشرف غني د زېږېدو ځای ته څېرمه

نوموړي زیات کړه:

“په دې ورستیو ورځو کې يو ښه ابتکار د اوربند د اعلان وشو چې د افغانستان خلکو یې هم هرکلی او ملاتړ وکړ،خو ځینې خبرې شته چې باید توجه ورته شوې څو د اوربند تاثیر لا ښه او پرته له کومې اندېښنې وای.”

ښاغلی عبدالله وویل، طالبانو د اوربند پرمهال په ښارونو کې داسې څه وليدل چې هغوی حتا تصور هم نه و کړی.

د ده په خبره طالبانو ته هم په کار ده چې له اوربنده په زدکړې د ولس غوښتنو ته درناوی وکړي.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.