کابل ښار کې ځانمرګي برید شپږ تنه وژلي او ۱۳ټپیان دي

دآزادی راډیو

کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار اوه بجې شاوخوا د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړند قمبر څلور لارې کې د ځانمرګي برید له امله ۶ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د وزارت د معلوماتو پر اساس په وژل شویو کسانو کې ۴ نظامي او ۲ ملکي وګړي دي.

د دې وزارت په وینا دغه راز په ټپیانو کې ۵ ملکي وګړي او پاتې یې نظامیان دي.

وزارت ویلي چې دا لومړني ارقام دي.

خو ملي دفاع وزارت ​وايي، په دې برید کې د ملي اردو د ۴منسوبینو په ګډون یو ملکي کس وژل شوی.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې دغه راز راغلي، د ۵ نظامیانو په ګډون ۱ ملکي وګړی هم په دې برید کې ټپیان شوي دي.
د پېښې مسولیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په عین حال کې ولسمشر دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې افغانان داسې بشري ضد جنایت محکوموي، د تاوتریخوالي پای ته رسېدل، د جنګ پای، سوله او اوربند غواړي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي سیمې ته کابل امبولانس رسېدلی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.