کابل اسلام اباد ته؛ په اعلامیو څه نه کېږي، د سولې برخه کې عملي اقدام وکړئ

 

تاند — د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې په وړاندې خنډونه هغه څوک جوړوي چې د سولې ټینګېدو په هکله یې د افغانانو او نړیوالې ټولنې برحقه غوښتنو ته د رد ځواب ورکړی دی.

د افغانستان حکومت وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د روانې جوزا میاشتې پر پنځمه ادعا وکړه چې د افغانستان د ننه او بهر داسې کړۍ شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وزارت نن جمعه/ د جوزا ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سولې تخریبونکي ټول پيژني.

د اعلامیې له مخې، افغانستان او نړیواله ټولنه د معناداره بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو او تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره د پاکستان د عملي او نتیجه ورکوونکو اقداماتو په تمه دي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي، “په داسې حساسه مرحله کې د تورونو لګول رغوونکي نه دي او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو په ګټه نه دي.”

افغان حکومت وايي، په افغانستان کې د سولې ټینګېدل چې په هغه کې د سیمې او په ځانګړي ډول د پاکستان ګټې نغښتې وي یوازې د اعلامیو په ورکولو سره نه ټینګیږي، نو پاکستان ته په کار ده چې له دوه مخیتوب لاس واخلي او عملي اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اروپایي پارلمان سره په یوه مجازي غونډه کې ددغو “عناصرو” چې په خبره یې افغانستان کې یې د سولې په وړاندې خنډونه جوړ کړي، د نوم له ذکر کولو پرته وویل چې باید ددغو مخربو عناصرو د “دسیسو” څارنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني او افغان چارواکو په دې وروستیو کې یو ځل بیا په خپلو څرګندونو کې ویلي چې طالبان له پاکستان څخه مالي او لوژستیکي ملاتړ ترلاسه کوي او په دغه هیواد کې جلب او جذب کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.