کابلوف وايي، روسیې او طالبانو په خپلو خبرو کې د امریکايي قوماندان ادعا رد کړه

 

تاند- د افغانستان لپاره د روسیې استازی وايي، روسیه او طالبان دواړه له وسله والو سره د مسکو د مرستې په اړه د امریکا ادعا ردوي.

ضمیر کابلوف وویل، روسیې او طالبانو په خپل منځ کې په خبرو کې پر دې ادعا وخندل او طالبانو وویل چې دوی د اړتیا ټولې وسلې د افغانستان له حکومت او پولیسو څخه د پیسو په بدل کې اخلي.

ده، چې نن /پنجشنبه/ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، دغه راز په ټوکو وویل چې «موږ طالبانو ته وویل چې وبخښئ پیسې نه لرو.»

تېره اوونۍ په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جان نیکلسن وویل چې روسیه د تاجکستان له لارې طالبانو ته وسلې ورکوي.

کابلوف زیاته کړه، له طالبانو سره زموږ د تماسونو او خبرو هدف دا و چې په افغانستان کې د خپلو اتباعو د ژوند په اړه ډاډ ترلاسه کړو او طالبان د سولې خبرو ته وهڅوو.

تر دې وړاندې هم مسکو له طالبانو سره پر اړیکو اعتراف کړی و خو طالبان له روسانو سره د اړیکو له لرلو انکار کوي.

ضمیر کابلوف ټینګار وکړ چې له طالبانو پرته په افغانستان کې سوله ناممکنه ده.

ده په عین حال کې هیله څرګنده کړه چې طالبان به د روسیې په کوربه توب د افغانستان د سولې په راتلونکو خبرو کې ګډون وکړي.

روانه اوونۍ د تاشکند په غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف له ولسمشر غني سره په کتنه کې د افغانستان، روسیې او امریکا په ګډون د درې اړخیزې غونډې وړاندیز وکړ.

افغانستان د دې وړاندیز هرکلی کړی خو امریکا تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.