کابل؛ ۷ میلیونه نفوس لرونکې پلازمېنې ته د اوبو د کمښت ګواښ

 

دآزادی راډیو

د کابل د کارته سخي سیمه، یوه نسبتاً عمر خوړلې مېرمن چې د اوبو نل ته جامې مینځي وايي، مېړه یې ناورغ دی او مجبوره ده چې هره ورځ د اوبو وړو او د خپلو ماشومانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره له غره راښکته شي.

دی وايي: “زموږ نلونه له قصده نه راخوشې کوي، پايپونه نه نښلوي، تراوسه مې ۱۶ زره افغانۍ ورکړي وايي، باید نورې هم راکړئ. زما خاوند غریب سړی دی له کومه یې کړو، وګورئ له خپلو ماشومانو سره راغلې یم او جامې مینځم.”

په دې سیمه کې ډېری نورې کورنۍ هم شته چې د څښاک لپاره پاکې اوبه نه‎لري.
نورداد چې له سترو سترو بوشکو سره له غره په اوبو پسې راښکته شوی وایي، د ورځې درې ځلي دوه بوشکې اوبه له همدې نل څخه پورته غره ته خېژوي.

په کابل کې د ژورو څاګانو کېندنه د دې لامل شوې، چې د ځمکې لاندې اوبه په بې‌سارې ډول نورې هم ښکته ولاړې شي.
نوموړی زیاتوي: “د ورځې درې تر څلور ځل په اوبو پسې په دې غره ښکته پورته کېږو. یوازې زه نه، بلکې د دې سیمې ټول خلک په همدې ستونزه کې ښکېل دي.”

د رسمي شمېرو له مخې د کابل نږدې ۲۵ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه لري او پاتې نورهغه یې له دولتي او خصوصي شرکتونو څخه پېري.

د اوبو د تنظیم ملي ادارې د شمېرو له مخې د اوبو رسونې د یوه معیاري سیسټم نشتوالی، په خپل سر د ژورو څاګانو کېندنه او یو شمېر نور مسایل ددې لامل شوي چې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه ۱۵ سلنه نورې هم ښکته شي، خو د دې ادارې رئیس ولي‌الله داوود وايي، دوی هڅه کوي چې د اوبو رسونې د یوه معیاري سیسټم د جوړونې لپاره د خصوصي شرکتونو ترمنځ یوه شبکه جوړه کړي.

ښاغلی داوود زیاتوي:”موږ په هڅه کې یو چې د ځمکې پرمخ د ولاړو اوبو له سرچینو څخه د ځمکې د لاندې اوبو په څېر ګټه واخلو او دا کېدونکی کار دی. د شاه وعروس بند، قرغې بند او د پنجشېر له اوبو کولای شو په دې برخه کې ګټه واخلو. په اوږد وخت کې د ځمکې د مخ اوبه، کولای شي چې د ځمکې لاندې اوبو تشه ډکه کړي.”

اوس‌ مهال په کابل کې د اوبو رسونې له یوه نیمه دولتي شرکت سربېره، ۷۰ نور شرکتونه د کابل خلکو ته د څښاک پاکې اوبه رسوي.
د اوبو رسونې د یوه خصوصي شرکت رئیس احمد حسین بختیار وايي، دا ټول شرکتونه نه شي کولای د کابل یوازې ۵۰ سلنه خلکو ته اوبه ورسوي.

دی زیاتوي، خصوصي شرکتونه د اوبو رسونې په برخه کې د یوه معیاري سیسټم د شتون لپاره د دولت همکارۍ ته اړتیا لري.

دی وايي: “د اوبو رسونې خصوصي شرکتونه له سیمه ‌ییزو زورواکو سره مخ دي، ۳۰ تر ۴۰ سلنې اوبه مو ضایع کېږي. جوماتونه، تکیه ‌خانې، زورواکي، وکیلان او پانګه ‌وال له وړیا اوبو ګټه اخلي. موږ به څومره واک ولرو چې د دوی مخه ونیسوو. امنیتي بنسټونو ته چې مخه کوو وايي، دا زموږ مسوولیت نه دی.”

خو له دې ټولو سره-سره بیا د اوبو رسونې یوازې ۲۰ سلنه شرکتونه د فعالیت رسمي جواز لري، خو د اوبو د کیفیت معلومونې لپاره یې هېڅ ډول تګ ‌لاره نه ‌شته.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.