ډونالد ټرمپ د افغانستان په اړه سلا مشورې روانې ساتلي

 

دآزادی راډیو

په داسې حال کې چې افغانستان او په ناټو تړون کې د امریکا متحدان د افغانستان په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د نوې ستراتېژۍ اعلان ته ورځې شماري، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په اړه سلا مشورې روانې ساتلي.

د سې شنبې په ورځ نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د څلورو هغو امریکايي پوځي افسرانو سره چې په افغانستان کې یې ډېر وخت تېر کړی د غرمنۍ پر مهال وکتل.

له دې امریکايي پوځي افسرانو سره تر لیدنې مخکې ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل:

“زه غواړم پوه شم چې ولې موږ په افغانستان کې د تېرو ۱۷ کلونو راهیسې یو، هلته څه روان دي او موږ په دې برخه کې کومې نوې نظریې خپلولی شو؟”
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه:

​”په دې برخه کې ډېر خلک ډیر نظرونه لري، خو زه غواړم له هغو خلکو یې واورم چې په سیمه «افغانستان» کې پاتې شوي دي.”

په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ مېلمانه د امریکا د پوځ څلور نظامي افسران وو چې ولسمشر ټرمپ په خپلو څرګندونو کې “څلور هغه غوره سرتېري یاد کړل چې په افغانستان کې یې زیات وخت تېر کړی دی.”

د افغانستان په اړه له امریکايي پوځیانو څخه د نویو نظریو د اورېدو لپاره په دې غرمنۍ کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار مک‎مسټر هم ګډون درلود.

ولسمشر ټرمپ چې له دې څلور تنو امریکايي پوځیانو سره غرمنۍ ته تر ناستې مخکې یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل:

“دا د جګړې له ډګره خلک دي، دوی له بل هر چا ښه د افغانستان د جګړې په اړه پوهېږي.”

د امریکا ولسمشر زیاته کړه:

“موږ به له دې پوځیانو څخه ځینې نظریې ترلاسه کړو ځکه موږ په افغانستان کې له کلونو راهیسې یو او دا زموږ تر ټولو اوږده جګړه ده.”

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس وايي، د ولسمشر ټرمپ اداره د هغو لارو چارو لټون کوي څو د افغانستان په وړاندې یو داسې غوره کړن‎لاره ومومي چې دغلته هغه هدف ته ورسېږي چې د اوباما له ادارې د ټرمپ ادارې ته په میراث پاتې دی او هغه دا دی چې افغان حکومت هغه پړاو ته ورسېږي چې خپله د خپل ځان دفاع وکړای شي.

ولسمشر ټرمپ تر ډېره د افغانستان په اړه د نوې ستراتېژۍ جوړول د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس ته سپارلې، څوک به چې ګومان کېږي افغانستان ته څلور زره اضافي امریکايي سرتېري واستوي.

جېمز مټېس او نورو امریکايي چارواکو ویلي چې د جولای د میاشتې تر پایه به د افغانستان په اړه خپله نوې کړن‎لاره په ډاګه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.