ډاکتر نعیم: خلیلزاد او برادر؛ د دوحې هوکړې د عملي کېدو ژمنه کړې

 

تاند(شنبه، د حوت ۱۶) په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي پرون ماښام د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره لیدلي دي.

نعیم زیاته کړې چې په دې ناسته کې د افغانستان پر روان وضعيت او د بين الافغاني مذاكراتو د روان بهير د چټکتيا او اغېزمنتيا په اړه بحث او خبرې اترې شوې دي.

د نوموړي په خبره، په دې ناسته کې دغه راز دواړو لوريو د دوحې هوکړې ته خپله ژمنتيا ښودلې او د پوره عملي کېدو په اړه يې خبرې کړې دي.

طالبان د دوحې هوکړې د عملي کېدو په اړه د امریکا د ژمنتیا خبره په داسې حال کې کوي چې د امریکا نوې ادارې د دوحې هوکړې پر ارزونه کار پیل کړی دی.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د پارلمان له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي بریدونو اوسنی بهیر هم د جدي اندېښنې وړ بلل شوی دی او یو ځل بیا په دغه اعلامیه کې له طالبانو د اوربند غوښتنه شوې ده.

اروپايي ټولنې ویلي په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالین، خبریالان او سیاسي څېرې په نښه کېږي چې دا هر څه د اندېښنې وړ دي او ددې جدي اړتیا ده چې ښکېل لوري ژر تر ژره اوربند وکړي.

اروپايي ټولنې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په څېر د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې باید وساتل شي او په دې لار کې دې شته ګواښونه له منځه یوړل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.