ډانفورد: طالبان دې یقيني کړي چې افغانستان به د افراطيانو پناه ځاى نه وي

دآزادی راډیو

د امريکا د متحدو ايالتونو د ګډو ځواکونو لوى درستيز وايي، طالبان بايد مخکې تر دې چې امريکايي پوځيان له افغانستانه وځي، دا يقيني کړي چې افغانستان د افراطيانو په پناه ځاى نه بدلېږي.

جنرال جوزف ډانفورد دا خبره پرون چهارشنبه د دفاع وزارت په مقر کې خبريالانو ته وکړه او ويې ويل: کله چې د افغانستان په اړه سوچ کوم، دوه شيان ذهن ته راځي، لومړى دا چې نه غواړو افغانستان د افراطيانو پناه ځاى وي چې له هغه ځايه زموږ هېواد، د امريکا وګړو او متحدانو ته خطر پېښ وي، بله خبره په افغانستان کې د افغانانو لپاره د سولې او ثبات ده.

د امريکا د ګډو ځواکونو لوى درستيز ويلي چې دوى به افغانستان ته د سولې او ثبات د راوستلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ګډ خبري کنفرانس ته د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر چې د ډانفورد تر څنګ ولاړ و، وويل چې له طالبانو سره د سولې موافقه بايد دا ضمانت ورکړي چې افغانستان بيا د ترورېستانو په خوندي ځاله نه بدلېږي چې دغه ترورېستان بيا پر امريکا حمله وکړي.
له طالبانو دا ضمانت په داسې حال کې غوښتل کېږي چې په قطر کې د طالبانو او امريکايي هيئت ترمنځ د سولې نهم پړاو خبرې چې تېره پنجشنبه پيل شوي، د تېرې شپې تر ناوخته روانې وې.

په قطر کې د امريکا د مرکچي پلاوي يوه غړي پرون د نوم د نه ښوولو په شرط ازادي راډيو ته ويلي چې مذاکرې يې روانې دي او نه پوهېږي چې د پاتې مسايلو د حل لپاره يې خبرې څومره وخت دوام کوي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پرون په ټوېټر کې ليکلي: وروستي توافق ته نږدې شوي يوو.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت تمه لري چې په روانو مذاکرو کې د اوربند پر مسئله هم موافقه وشي.

د دغه وزارت د ستراتيژيکو اړيکو عمومي رئيسې ناجيې انوري پرون رسنيو ته په يوه ويډيويي کلېپ کې وويل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د افغانستان خلک تمه لري چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د مذاکرو د توافق يوه نتيجه په افغانستان کې د دايمي اوربند ټينګېدل وي او ژر تر ژره دې د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ مستقيمې مذاکرې پيل شي.

په همدې حال کې روسيې ويلي، چمتو ده چې د افغانستان لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هر ډول موافقه کې يوه ضمانت کوونکې وي.
د روسيې د تاس خبري اژانس په حواله، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا دا خبره پرون چهارشنبه کړې ده.

طالبانو ويلي چې له امريکايي چارواکو سر پر يوه داسې موافقه سلا کېدو ته نږدې شوي چې له افغانستان څخه به د امريکايي ځواکونو وتلو ته زمينه برابروي.

په بدل کې به طالبان دا تضمين ورکوي چې افغانستان به د هېڅ کومې افراطي ډلې په پناه ځاى نه بدلېږي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.