چین وايي، سي پیک به افغانستان ته وغځوي

 

تاند(سې شنبه، د جوزا۴) د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیواد یې له پاکستان او افغانستان سره د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې په تماس کې دی چې د چین – پاکستان اقتصادي کوریدور (دهلېز) یا سي پیک وغځوي.

د اکانومي مجلې او ګلوب ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د چین د باندنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ همداراز وویل چې سي پیک یوه اقتصادي طرحه ده، کوم درېیم اړخ نه په نښه کوي او د کشمیر د مسلې په اړه پر دریځ اغېز نه لري.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی ژاو لییان په پیکینګ کې خبریالانو ته وویل«موږ ته دا هم څرګنده شوه چې افغانستان د ګوادر او د کراچۍ د بندر له لارې واردات او صادرات کوي، پاکستان او افغانستان په چټکو لارو د وارداتو او صادراتو په اړوندو مسلو خبرې کوي.»

ویاند زیاته کړه«چین د کشمیر په اړه خپل دریځ په ځلونو څرګند کړی دی. سي پیک یوه اقتصادي طرحه ده چې دریېم اړخ یې هدف نه دی، او دا د مځکنۍ بشپړتیا له ناندریو سره هیڅ تړاو نه لري. او د کشمیر په اړه به زموږ پر دریځ اغېز ونه کړي.»

اکانومي مجلې او کلوبل ټایمز په خپلو راپورونو کې دې ته اشاره نه ده کړې چې چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د سي پیک په تړاو په خپلو خبرو کې د کشمیر یادونه ولې وکړه.

ژاو دا هم وویل، سي پیک، چې د سړک او کمربند د طرحې پر اساس یوه مخکښه پروژه ده، د بنسټونو، انرژۍ، بندرونو او صنعتي پارکونو په برخو کې مهم پرمختګونه کړي او چین غواړي چې د افغانستان په شمول یې د سیمې هیوادونو ته پراخ کړي.

په همدې حال کې افغانستان د واخان له لارې له چین سره د مځکني ارتباط لپاره د سړک پر جوړولو کار پیل کړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.