چین او روسیې د ترهګرۍ د ځپلو په برخه کې د هندوستان ملاتړ اعلان کړ

 

تاند – د پاکستان ملاتړي هېواد، چین، او د هغه تر څنګ روسیه وایي چې ترهګر باید وځپل شي او ملاتړ کوونکي یې باید سزا وویني.

په داسې حال کې چې د هندوستان او پاکستان تر منځ نن (د فبرورۍ ۲۷مه) په دویمه ورځ نښتې او د الوتکو د ویشتلو خبرونه رسنیو ته راووتل، چین او روسیې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج سره په کتنه کې ویلي چې د ترهګرۍ د تغذیې مرکزونه باید له منځه وېوړل شي.

د هندوستان لپاره، دا په داسې حال کې چې په پاکستان کې دننه د هندوستان د فبرورۍ د ۲۶مې بریدونه هېڅ هېواد نه دي غندلي، یوه لویه سیاسي بریا بلل کیږي.

انډیا ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې او د هغې روسي او چینایي سیالانو دا هوکړه د چین په یوه ختیځ ښار کې د ګډې غونډې پر وخت کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وایي،‌ «مونږ هوکړه وکړه چې د پالیسۍ د نژدې همغږۍ او عملي همکارۍ له لارې د ترهګرۍ د ټولو ډولونو پر ضد په ګډه مبارزه وکړو. هغه څه چې ځانګړی اهمیت لري دا دی چې د ترهګرۍ او افراطیت د تغذیې مرکزونه له منځه وېوړل شي».

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.