چین افغانستان سره د ۵۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مرستو سند لاسلیک کړ

 

تاند ( یکشنبه، د غویی ۵) چین له افغانستان سره د خپلو بشردوستانه مرستو په دوام د ۵۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت د بېړنیو مرستو سند لاسلیک کړی دی.

دا سند په کابل کې د چین د سفیر وانګ یو او طبیعي پېښو ته د رسېدګي په چارو کې د دولت د وزیر غلام بها الدین جیلاني تر منځ لاسلیک شوی دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د چین ولسي جمهوریت، چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سره په هوکړه یې، له درې میاشتو راهیسې افغانستان ته د خوراکي توکو مرستو د یوې بستې ورکولو بهیر پیل کړی وو، نن یې د یادو مرستو جریان د بشپړېدو په اعلان، دغه وزارت ته، په رسمي ډول د یادو مرستو سند ورکړ.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پېښو د رسېدو په چارو کې د دولت وزير غلام بهاء‌الدين جيلاني د چين سفير سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل: “د چين هېواد له افغان حکومت سره د ۵۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۵ زره او ۲۶۶ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې ده.”

جیلاني څرګنده کړې چې یادې مرستې چې ۱۲۸۴ ټنه غنم او ۳۹۸۲ ټنه چینایي وریژې پکې شامل دي، د طبیعي پېښو له اړخه د ولایتونو زیانمننې کچې ته په کتو، تقسیم او لېږل شوي چې اړمنو کورنیو ته یې په عادلانه او شفاف ډول، د وېش بهیر هم عملاً پیل شوی دی.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د دغو مرستو د اعلان پر مهال ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوي او تل به د دغه هېواد ترڅنګ ولاړ وي.

نوموړي دغه راز ویلي چې چین به په نږدې راتلونکي کې ۴۰۰ زره ډوزه کرونا ضد واکسین هم افغانستان ته راولېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چین هېواد تر دې وړاندې هم په مختلفو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړي دي.

که څه هم حکومت د دغو مرستو د وېش په برخه کې د شفافیت ډاډ ورکړی خو ویل کیږي چې افغانستان سره د چین په ګډون د نړیوالو مرستې ډیری هغه یې د اړمنو او مستحقو خلکو پر ځای د مسوولینو جبونو ته ورځي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.