چين: له افغانستان سره نظامي مرستې زياتوو

 

 

کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): د چین د ملي امنیت سلاکار له خپل افغان سيال سره په ليدنه کې ډاډ ورکړی چې د امنیت د ټینګښت او ثبات په موخه به له افغانستان سره خپلې نظامي مرستې او ملاتړ ډېر کړي.

د ملي امنيت شورا له دفتره د غبرګولي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په روسيه کې د لوړ پوړو امنیتي مسوولینو د اتم کلني کنفرانس په څنډه کې د چین د ملي امنیت له سلاکار مینک سره هر اړخیزه ناسته وکړه.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان او چین د ملي امنیت سلاکارانو په سیمه کې د امنیت د ټینګښت او ثبات په موخه د افغان سولې لپاره د سیمې د هېوادونو په کچه د ملاتړې برنامې پر رامنځته کېدو خبرې وکړې. دواړو لورو د سولې د ټینګښت او په سیمه کې د ترهګريزو شبکو او د هغو د ملاتړو د ځپلو په موخه له سیمه ییزو نوښتونو څخه ملاتړ اعلان کړ.

د چین د ملي امنیت سلاکار مېنک په خپلو خبرو کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او کلکه اراده وستایله او د افغان ځواکونو پر تجهیز او ځان بسياینه یې ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانستان د خلکو په استازیتوب د چین د ملي امنیت له سلاکار څخه په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د چین د خلکو او حکومت له فعالیتونو مننه وکړه.

نوموړي په سیمه، په ځانګړي توګه افغانستان کې د سولې د ټینګښت په لاره کې د چین د خلکو هلې ځلې مهمې وبللې.

په دې ناسته کې د افغانستان او چین د ملي امنیت شورا د دفترونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا او دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې وشوې. دواړه لورو هوکړه وکړه چې د افغانستان او چین د ملي امنیت شورا د دفترونو تر منځ به اړیکې پیاوړې کړي.

د افغانستان او چین د ملي امنیت سلاکارانو له افغان ځواکونو سره د نظامي همکاریو پر پراختیا او څرنګوالي هم بحث وکړ.

د چین د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړ چې په سیمه او افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او ثبات په موخه به له افغانستان سره خپلې نظامي مرستې او ملاتړ زیات کړي.

د چین د ملي امنیت سلاکار دغه راز د دې لیدنې پر مهال وویل چې د سولې د تامین او له ترهګرو سره د مبارزې په لاره کې د سیمه ییزې اجماع اړتیا محسوسه ده او باور لري چې د سیمې هېوادونه به د ګډو اقداماتو په ترڅ کې له سیمې د ترهګرۍ شومه پدیده له منځه یوسي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار چې تېره ورځ په روسیه کې د لوړو امنیتي مسوولینو په اتم کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته تللی دی، د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره په دوه اړخیزو امنیتي او سیاسي همکاريو خبرې کړې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.