ځیني وکیلان: د ولسي جرګې د وضعیت د کنټرول لپاره دې یوه امنیتي قطعه وګمارل شي غبرګولی ۳۱, ۱۳۹۸

دآزادی راډیو

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د جرګې د غړو ترمنځ د رامنځته شوي تاوتریخوالي ترختمېدو پورې باید یوه ځانګړې امنیتي قطعه وګمارل شي چې په تالار کې دننه وضعیت کنټرول کړي.

د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د تېري چهارشنبې د ورځې د نښتو په دوام، د دغې جرګې ځیني غړي ادعا کوي چې په هغه ورځ یو شمېر وسله وال ورزشکاران د جرګې تالار ته ننوتي او ځیني وکیلان یې وهلي دي.

د دغې جرګې د اداري پلاوي موقت غړي عبدالقادر قلاتوال ازادي راډیو ته وویل، د دغو کسانو د پېژندنې لپاره ارزونې روانې دي او کوم تصویرونه چې د تالار د کمرو په ذرېعه اخیستل شوي، امنیتي ارګانونو ته به ولېږل شي.
ښاغلی قلاتوال وايي، له دغې پېښې وروسته شااوخوا سلو وکیلانو وړاندیز وکړ چې د دغې تاوتریخوالي ترپاې پورې باید د امنیتي ځواکونو یوه ځانګړې قطعه وګمارل شي چې د تالار امنیت ټینګ کړي.

ده وویل: اوس حالت عادي نه دی، خدای مه کړه چې سبا کومه بله پېښه ونه شي، ښه دا ده او شااوخوا سلو وکیلانو وړاندیر کړی چې یوه ځانګړې امنیتي قطعه دې راشي او له پارلمان سره دې همکاري وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسي جرګې د دارالانشاء او د کورنیو چارو د وزارت نظر ولرو، خو ټيليفونونو ته مو ځواب ونه ویل شو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره چهارشنبه د جرګې د غړو ترمنځ نښته وشوه او د ښاغلي قلاتوال په خبره چې وکیلان په کې ووهل شول.

دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه چې د میر رحمان رحماني پلوي وکیلانو غوښتل چې نوموړی د جرګې د رئیس پر څوکۍ کېنوي.

د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر اختلاف له شااوخوا څلوېښتو ورځو راهیسې د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ روان دی.

تېره ورځ یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې که د ولسي جرګې د غړو ترمنځ روان تاوتریخوالی پای ته ونه رسېږي، ولسمشر به دغه قضیه سترې محکمې ته راجع کړي.
خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري دغه ادعا رد کړه.

په ورته وخت کې د جرګې ځیني نور غړي وايي، د جرګې غړي باید تاوترخوالي ته لاړ نه شي او د ځانګړې امنیتي قطعې د ګمارلو اړتیا نه شته.
د جرګې غړي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل: زما له نظره دا مناسبه نه ده چې ځانګړې قطعه دې وګمارل شي، مونږ وکیلان پخپله مسؤلیت لرو چې دغه تاوتریخوالي کم کړو او یوې نتیجې ته ورسېږو، هیله ده چې ټول د خلکو اندېښنې او حساسیتونه درک کړي او د نفاق مخه ونیسو.

دغه تاوتریخوالي په داسې حال کې دوام موندلی چې د ځینو وکیلانو په خبره، تر اوسه څه باندې سل تقنیني سندونه د جرګې د تصویبولو لپاره پر ځای پراته دي.

ښاغلی عرفان هیله ښيي چې د جرګې غړي په نږدې ورځو کې یوې نتیجې ته ورسېږي او روان تاوتریخوالی ختم شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.