ځانګړي بریتانیايي ځواکونه به په افغانستان کې دېره شي
تاند- د بریتانیا د دفاع وزارت چارواکي وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به د بریتانیا له ځانګړو ځواکونو وغوښتل شي چې په افغانستان کې د تروریزم پر ضد په مبارزه کې کلیدي رول ولوبوي.
د انډپینډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دي، امریکايي چارواکي له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د غوښتنې د عملي کولو لپاره د پلان پر جوړولو کار کوي.
انډپندنټ د امریکايي چارواکو په قول ویلي، امریکايي ځواکونه به په شاوخوا ۳ کلونو کې له افغانستانه ووځي، خو امریکا به د افغان امنیتي خواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکړي او دغه راز به یو شمېر امریکايي پوځیان د تروریزم پر ضد د مبارزې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.
حاضردمه څه باندې ۱۰۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت دي چې افغان امنیتي ځواکونه روزي.
نظرات بسته شده است.