پټرائوس: افغانستان نورو ۵۰۰۰ امریکایي پوځیانو ته اړتیا لري

 

دآزادی راډیو

متقاعد جنرال ډیوېډ پټرائوس په دې باور دی چې په افغانستان کې پنځه زره نورو امریکایي پلیو پوځیانو ته ضرورت شته.

پټرائوس دا خبره بلومبرګ امریکایي ټلویزیون ته وکړه.

تر دې مخکې روانه اوونۍ کابل ته د امریکا د متحد ایالتونو د دفاع وزیر جېمز مټیس د سفر پر مهال افغانستان ته د نورو امریکایي عسکرو د لېږلو خبره یاده شوه.

د امریکا دفاع وزیر په کابل کې د دوشنبې په ورځ وویل چې لا هم دا وړاندیز تر غور لاندې دی چې له ولسمشر ټرمپه د افغانستان لپاره د اضافي پوځیانو غوښتنه وشي.

اوس په افغانستان کې شاوخوا اته نیم زره امریکایي پوځیان شته.

ډیوېډ پټرائوس چې د ۲۰۱۰ میلادي کال له جولای څخه د ۲۰۱۱ میلادي کال د جولای تر وروستیو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان و، ده بلومبرګ امریکایي ټلویزیون ته وویل چې امریکا په افغانستان کې نورو پوځیانو ته ضرورت لري.
نوموړي وویل:

“زه فکر کوم څه چې موږ یې باید په افغانستان کې وکړو هغه له دغه هېواد سره دوامداره ژمنه ده او باید نور د دغه کال په کال ستونزو مخه ونیسو. په حقیقت کې که موږ د پوځیانو شمېر کموو نو له هغې مرحلې لېرې یوو، ښه دا ده چې له ائتلافي ځواکونو پرته پنځه زره نور پلي پوځیان ولرو.”

د فبروري په میاشت کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اوسني عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن کانګرس ته ویلي و چې په افغانستان کې څو زره نورو امریکایي پوځیانو ته ضرورت شته، ترڅو دغه اوسنی په ټپه ولاړ حالت له منځه یوړل شي.

د متحد ایالتونو د ځینو ورځپاڼو په وینا په افغانستان کې امریکایي پوځي قوماندانانو د شاوخوا درې زره نورو پوځیانو غوښتنه کړې ده.

متقاعد جنرال پټرائوس چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر هم پاتې شوی دی، په دې باور دی چې افغانستان ته د نورو امریکایي پوځیانو له استولو سره به افغان ځواکونه پیاوړي شي.
نوموړی وايي:

“دوی سخته جګړه کوي او د خپل هېواد لپاره وژل کېږي. موږ دې ته اړتیا لرو چې دوی په پښو ودروو او دا د هغه ماموریت لپاره چې بیا کله افغانستان د ترورېستانو په پناه‎ځای بدل نه‎شي لکه چې پخوا و.”

د راپورونو له مخې په راتلونکو شاوخوا درېیو اونیو کې ښایي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان په اړه خپله سټراټیژي روښانه کړي چې په هغې کې ممکن افغانستان ته د نورو پوځیانو د استولو پریکړه هم وشي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.